افغانستان دهوا نه ؛ بلکې د ځمکې په بدلون کې لاس لري

ولسمشر اشرف غني په پاريس کې د اقليم د نړيوالې غونډې برخوال ، چې په دې نړيوال کنفرانس کې د زيات شمېر هېوادونو ولسمشرانو او لومړيو وزيرانو برخه واخيسته. په غونډه کې دا تمه کېده ، چې ټول برخوال به د سېمې د هېوادونو د هوا په ککړتيا او نورو اړينو مسايلو خبرې وکړي. اشرف غني په دې برخه کې د کنفرانس مشرانوته په دې ډاډ ورکړ ، چې افغانستان د نورو هېوادونو د اسمانونو د هوا په ککړتيا کې برخه نلري ؛ بلکې افغانستان د نورو هېوادونو دهوا ککړتيا ځپلی دی. په افغانستان کې د کلونو کلونو جګړو دوام ، دهېواد فابرېکې له منځه وړي دي او نه داسې څه شته چې د سېمې هوا ککړه کړي . افغانستان خپله د نورو هېوادونو د هوا د ککړتيا څخه د خلاصون لار ګوري ، چې د جګړو په دام کې د پرديو وسلو زور ازماينې او د بارودو انبارونو د افغانستان هوا ککړه کړېده .داشرف غني دغه وينا کې دوه رازونه شته ؛ يو داچې خپله بې وزلي يې په کنفرانس کې وښوده اوبل داچې د نورو هېوادونو چې د افغانستان دهوا ککړتيا کې لاس لري په ګوته کړل .

دلته سوال دا راپيداکېږي ، چې اشرف غني ولې د دومره کمزوري دريځ نه يادونه وکړه؟ هغه څه يې بايد برابر کړي وای چې د کومو له امله چې افغانستان د تباهيو سره مخ  دی! لومړی خو بايد اشرف غني په دې کنفرانس کې ګډون نه وای کړی ؛ هغه په دې چې د افغانستان روان حالت او د پرديو اهدافو د سرته د رسيدو په خاطر جګړې د دې کنفرانس ټولو ګډونوالوته ښکاره دي ، چې افغانستان د پرديو د اهدافو د جګړو په اور کې سوزي افغانستان دهوا د ککړتيا هيڅ نلري. امریکا د ناټو د ملګرو هېوادونو په مشرۍ په افغاسنتان کې د ۱۵ کالو په پوره کيدو د يوه يونټ د پيدا کيدو د بريښنا توربين نه دی نصب کړی او نه يې داوبو او بريښنا زاړه بندونه ورغول .

امريکا خو دافغانسان په نامه په نړۍ کې د بيا ابادۍ او رغاونې په نامه د خپل نامه د ښه والي لپاره کنفرانسونه جوړ کړل ، چې په مليونونو ډالرې په افغانستان کې لګښتوونه کړي دي ؛ خو حال دا چې افغانستان يې د بشپړې بربادۍ او تباهيو سره مخ کړ.

د اشرف غني لپاره خو پکار داوه چې که زيات نه وای ، خو لږ حقايق خو يې روښانه کړي وای. دا چې د اشرف غني شونډې ګنډلې شوې اوپه کنفرانس کې د حقايقو ويلو جرئت نلري ؛ بيا يې په کنفرانس کې د موجوديت نه ، نه موجوديت غوره و. اوس چې د پاريس په کنفرانس کې اشرف غني د پاکستان په شمول د يو شمېر هېوادونو د مشرانو سره وليدل څه يې په لاس راوړل ؟ هېڅ !

د دې نه دا غوره وه چې د اعتراض په توګه يې پرکنفرانس کې ګډون نه وای کړی چې د ۱۵ کالو په د روان کې زموږ دهېود د ځوان نسل دغربت له امله د نورو هېوادونو په سمندرونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close