افغانستان  د اسیا جام لپاره لوبډله اعلان کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د اسيا جام سیاليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د غوراوي کميټې مشر نوروزمنګل نن رسنيو ته وويل، په دغه سياليو کې د ملي لوبډلې اوولس لوبغاړو نومونه راغلي چې يواځې منيراحمد کاکړ پکې نوی دی.

د منګل په وينا، په دغه اوولس لوبغاړو کې شهزادمحمدي، جاويد احمدي، احسان جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدران، سميع الله شينواری، منيراحمد کاکړ، نبي عیس خيل، ګلبدين نایب، راشدخان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شیرزاد او وفادار یاد شامل دي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې دا ځل به په اسیا جام سياليو کې لوبغاړي ښه لاسته راوړنه ولري.

د منګل په خبره، دولت ځدراڼ د ډاکټرانو د راپور له مخې لا هم تر درمنلې لاندې دی، ځکه مو په دغه سياليو کې نه دی اخيستی.

ټاکل شوې د اسيايي جام سيالۍ د روان کال د ستمبر مياشتې په پنځلسمه نيټه په متحده عربي اماراتو کې پيل او د همدې مياشتې تر اته ويشتمې نيټې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، په دغه سياليو کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې په ګروپي بڼه به مخ ته ځي چې افغانستان، بنګله دیش او سریلانکا به سره بخت ازمايي، پاکستان، هندوستان او یوه بله لوبډله چې د لار موندنې له پړاو به راوځي، بل ګروپ کې به له یوه بل سره مخ کېږي.

باید وويل شي، د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکي لوبډلې په توګه افغانستان د لومړي ځل لپاره په اسیا جام سیالیو کې ګډون کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close