افغانستان د امپراطوریو هدیره

تبصره

افغانستان د تاریخ په غیږ کې یو اتل او زرین باب لري، افغانان د تاریخ په اوږدو کې په آزادۍ مین او د هر طاغوت، فرعون او یرغلګر پر وړاندې بې ساري مبارزین پاتې شوي د تاریخ په اوږدو کې په افغان خاوره ډیرو مغرورو او سرکښو یرغلګرو خپل زور وازمايه، په دې لړ کې ایراني فارسیانو، یونانیانو، مغلو، سیکانو، رومیانو، او … یې د نیولو هڅی وکړی خو له سختو ناکامیو سره مخ شول.
انګریزانو هم دی میړنۍ خاورې ته د یوې آسانه نمړۍ په نظر وکتل او درې ځل یې په پرلپسې توګه په (۱۸۳۸) او (۱۸۷۸) او (۱۹۱۹) زیږدیزو کلنو کې زمونږ پر پاکه خاوره وحشیانه بریدونه تر سره کړل، مګر د درې واړو بریدونو پایله د دوي په شرمناکه ماتې سره منتج شوه، همدارنګه پخواني شوروي اتحاد هم په افغانستان د یرغل په پایله کې په کوناټو د افغانستان له خاورې په څښیدو په ډیر باد حالت کې ووت.
د اوسني اوولس کلن امریکایی یرغل په جریان کی د امریکایانو نننی لاسپوڅي ماده پرست او هغوی چه ډالر یی په خپل معبود سره نیولی اوهمدارنګه د افغان له غیرتی نوم څخه سوء استفاده کوونکی اجیر، مزدور منفور او کرکجن تالي څټي کرکټرونه دې په دې پوه وي چې
د دوی انجام او پایله به هم د تیرو انګریزی، روسی او د هغوی د غلامانو څخه زیاته خطرناکه وی، دوی خو پر افغان مظلوم ملت د امریکایی اشرباڼو وحشیانه تپل شوی جګړی په ترڅ کی د بنی قریظه وو رول ولوباوه نو د هغوی په څیر انجام او پایلی ته دی هم انتظار وباسی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close