افغانستان د بشریت ضد فجایعو میدان

ډاکتر آصف

امریکایانو تل د خپل اشغال د پرمختګ په خاطر د عامو خلکو په وژنه لاس پوری کړی، د کرزي له راوستو نه  تر ۲۰۱۵ پوری یې نږدې دوه نیم لکه بې ګناه او بې دفاع افغانان قتل عام کړل، او دغه لړۍ لا هم ګړندۍ شوې ده ، شپینی عملیات دوام لري، بمبارۍ روانې دي، جګړی تندی شوي دي، زندانونه ورځ تر بلې ډکیږي، همدا اوس له درېو میاشتو راهیسی د عامو خلکو پر مخ په کنړ کې د ناړۍ ، نورستان، کامدیش برک مټال پنځه کیلو متره لاره تړل شوې، هلته دوه لارې دي یوه لاره طالبانو بنده کړې او دوهمه لاره د حکومت لخوا تړل شوې، په داسې حال کې چې روژه هم ده ګرمي هم ده او خلک په پنځه ساعته پیاده مزل کولو مجبور شوي دي چې پکې مریضان هم دي، حکومتی چارواکي پخپله په طیارو کی بیغمه تګ راتګ کوي، په افغانستان کې دا څو لسیزې عام خلک ډیر زیانمن شوي دي سلګونه زره بی ګناه افغانان شهیدان، یتیمان، معیوبین، ښځې کونډې او بورې شوي دي.

د امریکا د بشریت ضد دا کارونه څه نوي نه دي پخوا هم امریکا د بشریت ضد اعمال ترسره کړي دي چې د تاریخونو پاڼې پرې ډکې دي، د جاپان په ناګاساکی او هیروشیما کی یی اتوم بم غورځولی و چې د ۳۰ ملیونه انسانانو د وژنی سبب شو،  په افغانستان کې اوسنۍ وژنې هم د امریکا د بشریت ضد اعمالو د همدغو وژنو یوه کړۍ ده حکومت هم د دې د مخنیوي لپاره هیڅ ډول کومه جدي پاملرنه نده کړې او نه یې د کولو صلاحیت لري په دې وحشیانه وژنو او بربادۍ کې شخصی تربګنیو، سیمه ایزو تربګنیو، تنظیمي تربګنیو او سیاسی تربګنیو هم ډیر عمده رول لوبولی دی، لوستونکو ته به یاد شي چې کله امریکایانو پر طالبانو بمباري شروع کړه نو د شرعیاتو د پوهنځي پخواني استاد او د یوه اسلامي او جهادي ګوند رهبر او سپین ږیري رباني د اسلام او بشریت ستر دښمن امریکا ته په وار وار وړاندیزونه کول چی دا بمونه واړه دي باید درانه بمونه وغورځول شي، پر دې برسیره امریکایانو ته یی کوروکي ورکول افغانان یې په امریکایانو وژل، نیول، بمبارول، او زندانونو ته اچول، امریکا هم د وحشيانه جګړې په لاره اچولو لپاره افغانستان ته هغه کاروبایان راولیږل چی په امریکا کې پخپله امریکایان ورنه په تنګ وو، هغوی یې هم جګړی ته راوستل، او هم یې په استخباراتي کمپنیو کې ځای پر ځای کړي لکه بلک واټر، اف بی ای، سي آی ای او داسی نور ، همدا راز فوځی قراردیان یی راوستل، چی انسانیت ته هیڅ نوعه ارزښت نه ورکوي او نه ورته درناوی لري د بشر ضد کړنی ترسره کوي چې د افغانانو د بې دریغه مرګ ژوبلی سبب ګرځي،  د کرزي په ټولو دورو، انتقالی، موقت، او انتخاباتی دورو کی بی شمیره بې ګناه افغانان ووژل شول په کورنو یی تیری وشو شپیني عملیات ترسره شول، زندانو ته واچول شول، خو ولسمشر ونشو کړای چی پر خپل ولس د کیدونکو ظلمونو او وحشتونو مخه ونیسي، دغه جګړه لا هم روانه ده بی ګناه خلک نه په روغتونونو کی خوندي دي نه په ښوونځیو کی نه په ښارونو کی نه په کلیو نه هم په خپلو کورونو کې او نه په لارو کې او نه د کار په ځایونو کې، بس قتل عام روان دی جګړې روانې  دي بمبارۍ روانې دي خپلسري عملیات روان دی خو نړیوال ټول چوپه خوله دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close