افغانستان غوره ليګ: راشد خان او افريدي په يو، یو لک ډالر واخيستل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)

پرون د دوشنبې په ورځ د افغاسنتان کرکټ غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو د پيرلو بولۍ ترسره شوې چې د افغانستان مشهور لوبغاړی راشد خان او د پاکستان مشهور توپ وهونکی شاهد افريدي پکې په يو، يو لک ډالره وپيرل شول.

د افغانستان کرکټ پورډ وايي، د غوره لیګ لوبغاړي د پنځو امتياز لرونکو بېلابېلو ګټګوريو پيرل شوي چې پکې د ایکن لوبغاړو بیه (۱۰۰۰۰۰) امریکایي ډالره، د ډایمنډ کټګورۍ د بهرنیو لوبغاړو بیه (۷۵۰۰۰) ډالره او د افغان لوبغاړو (۶۰۰۰۰) ډالره، د ګولډ کټګورۍ کې د افغان لوبغاړو بیه (۴۰۰۰۰) ډالره او او د بهرنیو لوبغاړو (۵۰۰۰۰) ډالره ده.

شاهد اپرېدی د پکتیا لوبډلې، راشد خان د کابل لوبډلې، اندری راسل د ننګرهار لوبډلې، برنډن مککلم د کندهار لوبډلې او کریس ګېل د بلخ لوبډلې واخیست.

د افغانستان غوره لیګ کې کابل، کندهار، پکتيا، ننګرهار او بلخ لوبډلې شاملې دي چې د يادو ټولو لپاره لوبغاړي واخيستل شول.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، په هره لوبډله کې به لس کورني او ۷ بهرني لوبغاړي برخه اخلي او هره لوبډله تر شلو پورې د لوبغاړو اخيستلو چانس لري.

افغانستان غوره لیګ لوبې د روان زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه به په متحده عربي اماراتو کې پيل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې به دوام وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close