افغانستان غوره لیګ: ننګرهار له کندهار څخه د ۲۶ منډو په توپير ماتې وخوړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۲)

د افغانستان غوره لیګ سياليو په ديارلسمه لوبه کې د کندهار نایټس لوبډلې ننګرهار ليپرډز ته په شپږويشت منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د کندهار نایټس لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره (يوسل شپږديرش) منډې جوړې کړې.

د کندهار لپاره کریم جنت تر ټولو زياتې (څلوېښت) منډې جوړې کړې او نا سوځېدلی پاتې شو، نجيب الله ځدران (څلورويشت) او ويسلس (دوويشت) منډې وکړې.

ننګرهار لوبډلې ته مجیب الرحمن څلور، رمينګټن دوه، او نوين الحق يوه ويکټه چپه کړه.

ننګرهار لوبډلې د خپلې توپ وهنې پر مهال په شلم اور کې د ۱۱۰ منډو په ترسره کولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د کندهار ټاکلی هدف يې پوره نه کړ.

ننګرهار لپاره شفيق الله شفق او حشمت الله درويشت- درويشت منډې جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي يې د لږو منډو په ترلاسه کولو وسوځېدل.

کندهار لپاره وقار سلام خيل درې لوبغاړي وسوځول، محمد نويد دوه، کریم جنت هم دوه او اصغر افغان یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کندهار لوبډلې له پرلپسې څلورمې ماتې وروسته دا لومړۍ لوبه وه چې د ننګرهار له لوبډلې يې وګټله.

دغه لوبې د متحده عربي اماراتو په نړيوال لوبغالي کېږي چې ټاکل شوې سبا به کابل د بلخ سره او ننګرهار د پکتيا پر وړاندې سيالي کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close