افغانستان غوره لیګ: پکتيا لوبډلې بلخ ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۹)

د افغانستان غوره لیګ سياليو د لړۍ په پرونۍ لوبه کې پکتيا پنټرز لوبډلې بلخ ليجنډز ته د ۳۷ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د ګلبهار غوره لیګ په اوومې لوبې کې پچه بلخ لیجنډ وګټله او پکتیا پینترز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پکتيا لپاره محمد شهزاد چې د دغه لوبډلې کفتان هم دی يوازې په يوويشت توپونو يې دوه څلوېښت منډې جوړې کړې، احسان الله جنت په اته ويشت توپونو اووه څلوېښت منډې، ورپسې کامرون ډېلپورټ ښه توپوهنه وکړه او په اته څلوېښت توپونو يې اويا منډې جوړې کړې.

پکتیا پینترز لوبډلې په ټاکلوشلو اورونو کې بلخ لیجنډ ته ۲۰۵ منډې هدف وټاکه او خپل ۴ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

که څه هم د بلخ لوبډلې لومړي توپ وهونکي کريس ګيل ښه توپ وهنه پيل کړه چې په لس توپونو يې شل منډې وکړې خو ډير ژر وسوځېد، ورپسې د بلخ لوبډلمشر محمد نبي ښه توپ وهنه وکړه چې په پنځلس توپونو يې څلوېښت منډې وکړې، دغه راز کولين مينرو درويشت، عثمان غني شپاړلس، روی بوپارا درويشت او ميرويس اشرف شپاړلس منډې جوړې خو ونه توانيدل چې د پکتيا لوبډلې ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې په (يوسل اووه شپيته منډو) وسوځېدل.

په دغه سياليو کې بلخ لوبډلې دوه لوبې ګټلي يوه يې بايللې، پکتيا او کابل ځوانانو هم دوه دوه ګټلي او يوه يوه يې بايللې خو ننګرهار بيا په درېيو لوبو کې دوه بايللي او يوه يې ګټلې ده، کندهار بيا دوه لوبې کړي چې دواړه يې بايللي دي.

ټاکل شوې چې نن د پنجشبې په ورځ به کابل ځوانان له کندهار او بلخ لوبډله له ننګرهار سره سيالي وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close