افغانستان غوره لیګ: کابل ځوانانو لوبډلې ننګرهار لېپرډز ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۸)

د افغانستان د غوره ليګ سياليو په شپږمه لوبه چې د کابل ځوانانو او ننګرهار لېپرډز لوبډلو تر منځ وشوه د کابل ځوانانو لوبډلې ننګرهار لېپرډز ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه کابل ځوانانو وګټله خو ننګرهار لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ننګرهار لېپرډز په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره کابل ځوانانانو ته د (يو سل نهه اتيا) منډو هدف وټاکه چې د کابل لوبډلې ټاکلی هدف په اتلسم اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې په خپل نوم کړه.

حضرت الله ځاځی چې د کابل په لوبډله کې لوبيږي لومړنی لوبغاړی شو چې د افغانستان غوره لیګ سياليو کې سليزه ووهله.

ځاځي په څلور څلوېښت توپونو سليزه وکړه او په پنځه پنځوس توپونو يې (يوسل څلورويشت) منډې وکړې او وسوځېد.

ځاځي په خپله سليزه کې نهه شپږيزې او دولس څلوريزې هم ووهلې.

د ننګرهار لوبډله کې انټون ډېويڼچ تر ټولو زياتې څلورنوي منډې وکړې، ورپسې نجيب ترکي دوه څلوېښت منډې وکړې او نور لوبغاړي يو په بل پسې ژر ژر اوټ شول.

تر دې مخکينۍ لوبه د بلخ لوبډلې له کابل ځوانانو ګټلې وه.

ټاکل شوې چې د غوره لیګ بله سیالي نن چهارشنبه د بلخ- پکتيا او کابل- کندهار لوبډلو تر منځ وشي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close