افغانستان غوره لیګ: کابل ځوانانو لوبډلې د پکتیا پینترز لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۴)

پرون د جمعې په ورځ، د افغانستان د شل آوره کرکټ غوره لیگ سیالۍ په شارجه کې پيل شوې چې د اکتوبر تر يويشتمې پورې به دوام وکړي.

په دغه سياليو کې د ننګرهار لیوپېرډ یا پړانګان، کابل ځوانان، پکتیا پېنتر یا تور پړانګان، د کندهار نایټس یا قهرمانان او د بلخ لېجېنډس یا بلخي افسانویان لوبې کوي چې راشد خان، شاهد افریدي، کریس گېل، بن لافلین، وائین پارنیل، لاوري ایوانز، اندرې روسل، او گڼ شمیر نور تکړه او مشهور لوبغاړي هم لوبیږي.

د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشري اسټرالیایي ال راونډر بېن کټېنګ کوي، د کابل لوبډلې لوبډلمشري راشدخان ته کوي، د پکتیا لوبډلې لوبډلمشر شهزاد محمدي دی، د کندهار لوبډلې لوبډلمشري اصغر افغان ته ورکړل شوې او د بلخ لوبډلمشر محمدنبي عیسی خېل دی.

د افغانستان غوره ليګ په پرونۍ لومړۍ لوبه کې د کابل ځوانانو لوبډلې د پکتیا پینترز لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه په دغه سیالیوکې د کندهار اتلان او د ننګرهار پړانګان لوبډلې سره مخامخ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close