افغانستان غوره لیګ: کابل ځوانان او بلخ ليجنډز پایلوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۹)

تيره ورځ د کابل ځوانانو او پکتيا پنترز تر منځ په دوهمه نيمه پايلوبه کې پچه د کابل ځوانانو وګټله او لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړه.

کابل ځوانانو د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو شلو اورونو کې پکتيا ته د ۱۹۳منډو هدف وټاکه.

د کابل لوبډلې لپاره لوک  رانکي ۱۵ منډې او حضرت الله ځآځي بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.

 کولین اینګرام بیا هم نن غوره توپوهنه وکړه هغه ۴۴ تیزې منډې جوړې کړې. جاويد احمدي، لوري ايوينس، شاهدالله او مسلم موسی په ترتیب سره ۱۲،۳۱، ۷، ۱۲ منډې جوړې کړې.

 راشد خان بیا په ۳۵ منډو نا سوځيدلی پاتې شو او فريد ملک په صفر اوټ شو.

پکتيا لوبډلې په پنځلسم اور کې د ۱۰۲ منډو په جوړېدو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹۰ منډو په توپير يې کابل ځوانانو ته لوبه وبايلله.

د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې د بلخ لوبډلې د جمعې پر ورځ ننګرهار لوبډلې ته په ۱۷۱منډو ماتې ورکړه.

د ګلبهار افغانستان کرېکټ غوره لیګ شل اوریزې سیالۍ د اکتوبر په پنځمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وې چې د دوو نیمه پایلوبو او یوې پایلوبې په ګډون له ۲۳ لوبو وروسته ټاکل شوې چې نن یکشنبه د اکتوبر ۲۱ مه ماخوستن ۸:۳۰ بجې کابل ځوانان له بلخ ليجينډز سره په شارجه کرکټ لوبغالي کې پایلوبه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close