افغانستان له زېمبابوی څخه ماتې وخوړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۶) د کرټ د نړيوال جام غوراوي سياليو په لړ افغانستان خپله دوهمه لوبه د دوه منډو په توپير وبايلله.

پرون د افغانستان او زېمبابوی تر منځ پنځوس اوريزه لوبه وشوه او افغانستان لومړی توپ اچونه وکړه چې زېمبابوی افغان لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۹۴ منډو وسوځېدل او زېمبابوی ته يې په دوه منډو لوبه وبايلله.

افغانستان تر دې مخکې له سکاټلنډ سره لوبه لرله چې د هغوی پر وړاندې يې هم د اوو ويکټو په توپير بايللې وه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د غوراوي سياليو د دوهمې لوبې په بايللو سره اوس د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام ته لاره پيدا کول ستونزمن ښکاري.

د کرکټ نړيوال جام ته د غوراوي سياليو دغه لړۍ په زېمبابوی کې پیل شوي او له لسو لوبډلو څخه به يواځې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹م کال نړيوال جام ته لاره مومي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close