افغانستان له سریلانکا نه د آسیا جام لومړۍ لوبه وګټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

افغان لوبډلې په حیرانونکې توګه له سریلانکا څخه د آسیا جام سیالۍ وګټله او یاده لوبډله یې له نورو سیالیو بهر کړه.
په ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو د لوبې پچه وګټله او د بیټینګ فیصله وکړه، چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۲۴۹ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۵۰ منډو هدف ورکړ.
د بیټنګ په برخه کې محمد شهزاد ۳۴، احسان جنت ۴۵، رحمت شاه ۷۲، حشمت شهیدي، ۳۷، نجیب ۱۲ نبي ۱۵ راشد ۱۳ منډې جوړې کړې.
په سریلانکایي بالرانو کې تیسارا پریرا څلور ویکټې واخیستې.
سریلانکا په ځوابي توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یواځې ۱۵۸ منډې جوړې کړې او په دوه څلویښتم اور کې یې ټوله لوبډله وسوځیده.
د توپ اچونې په برخه کې مجیب الرحمن محمد نبي، راشدخان او ګلبدین نائب ۲ _۲ ویکټې واخیستې اولوبه یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې سریلانکا له افغان لوبغاړو لوبه ګټي تر دې وړاندې افغان لوبډله دوه ځله د سریلانکا له خوا د ماتې سره مخ شوې وه.
د افغان لوبډلې بله لوبه به د سپټمبر په ۱۹ مه له بنګلادیش هیواد سره وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close