افغانستان ولي دجګړې مرکز ګرځیدلی

لیکنه عزام حقاني

افغانستان دمرکزي آسیا دهغو هیوادونو له جملي څخه دی چي څوپیړۍ دلویو زبرو ځواکونو دسیالۍ محل پاته شوی او تر اوسه لا جګړه ښه په تیزۍ سره کي روانه ده او لا یې هم پای نه تر سترګو کیږي . دلته هر امپرتور خپل بخت ازمویلی چا ګټه کړې او چا یو مخیز تاوان . کله دچنګیز په نوم یرغلګر حمله کړې او کله هم د انګریز او شوروي په نوم دلته نړیوالو وحشتونه کړي ، دادی اوس دیوبل یرغلګر تر وحشي منګولو لاندي دی.
راځم دیته چي په دي سپیره او بې وزله هیواد کي څه دي چي هر ښامار یې د تیرولو هڅي کوي؟
۱ ــ افغانستان یو داسي هیواد دی چي له هوارو یې غرونه او غونډۍ ډیري دي، څلورو خواوو ته په وچه کي را چاپیره او دتاریخ په اوږدو کې یې ډیري ناخوالي لیدلي دي.
داسیا دلویي وچي زړه ګڼل کیږي لکه څنګه چي دانسان په بدن کي زړه هغه برخه ده چي د ټول بدن کنټرول ځیني کیږي، همداسي دافغانستان موقیعت هم داسیایي هیوادونه لپاره د بام حیثیت لري. له دي ځای څخه چین، روسیه ایران پاکستان او نور شاوخوا هیوادونه ښه څارل کیږي.
۲ـــ افغانستان په تیرو وختونو کي د وریښمو دتجارت یو لویه لار وه له همدی امله دنړۍ هر ځبر ځواک غوشتل چي دا څلور لاری ونیسي او د وریښمو کاروانونه لوټ کړي ، نن هم چي له افغانستان څخه دګازو او تیلو پایپ لیلونه تیریږي هر هیواد داکوشش کوي چي داسیمه تر واک او انحصار لاندي راولي څو بیا په اینده کي له خپلو سیالانو سره ور باندي سړه جګړه مخته یوسي او همدارنګه له کوم هیواد سره یې چي ګټي په ټکر کي راشي ورباندي بنده یې کړې ، اویا یو بې امني جوړه کړي چي بالکل دپایپ لیلونه تیر نه شي لکه په تیرو لسیزو کي چي دټاپي پروژې دپایپ لین پر سر دامریکایي او چنائي کمپنیو تر منځ سیالي او بالاخره دټاپي پروژه معطله شوه .
۳ـــ دافغانستان دبدبختیو لوی عامل ګاونډیان واقع شوي دي او په ډیره سپین سترګۍ سره په ښکاره لاسوهني کوي چي ښکاره بیلګي یې ایران ده چي دلته دایرانیزم په فلسفه کار کوي څوپه راتلونکی کې ددي سیمي یو لوی قدرت وي نو ددي لپاره هغوی غواړي چي فارسي ژبې هیوادونه سره یو ځای کړي او یو مثلث غوندي یو لوی ایران جوړ کړي د همدي لپاره چي دا پلان عملي شي مخکي باید دافغانستان دري ژبه په کامله توګه به ایرانۍ فارسي واړوي چي تر ډیره حده یې داکار کړی دی، ددي پلان عملي مثالونه په تیر انقلاب کي دمجاهدینو له بریا وروسته په ښکاره لیدل کیدل او ایران په مستقیم شکل جمعیت اسلامي او حزب وحدت په ګوندونو باندي مصارف کول اوبیا چي کله دهغه انارشیزم په ضد طالبان راپورته شول هم ایران په مستقیمه توګه دغو ګوندونوسره مرستی کولې او ځینو ځایونو کې خوبه یې عملا دطالبانو په خطوطو ایراني الوتکو بمبار کاوه.
اوبل روسیه ده چي په دې ویره کې ده که چیري په افغانستان کې یو اسلامي مرکزي نظام حاکم شي نو دروسیې لپاره به سر خوږی جوړ شي. له همدي امله کله چي طالبان دافغانستان په %۹۵ خاوره حاکم شول خو روسانو نه په رسمیت وپیژندل بلکي دطالبانو په ضد ګوندونو ته یې مرستي اوهم پوه او روزلي جنرالان ورلیږل څو دټلوالي کسان ښه وروزي او دطالبانو په وړاندي مؤثر تمام شي .

همدارنګه بل پاکستان ده چي هر وخت یې دافغانستان په حق کي د دوستۍ په جامه کې د دښمنۍ رول لوبولی، په افغانستان کې د ټولو ناخوالو او بد بختیو منشاء او مؤسیس ده، او هیڅ وخت په افغانستان کې دواحد او قوي دولت غوښتونکی نه ده ځکه دی پوهیږي که افغانستان ارام شي او یو مرکزي قوي اداره پکي رامنځته شي نوله ماسره به د ډیورنډ ناولې معاهدې حساب کوي.
او اوس یو بل هیواد هم دلاس وهني لړۍ شروع کړې البته په ښکاره سره ځکه په پټه یې دطالبانو په وخت کي لا شروع کړې وې او دهغه هیواد ده چي هیڅ وخت یې د افغانستان په ګټه پل نه ده ایښی بلکي له دي لاري څخه غواړي دافغانانو څخه دخپلو تیرو ماتو انتقام او بدله واخلي کوم چي زموږ نیکونو دوی ته دغوا له عبادت څخه خلاص او دالله جل جلاله بنده ګي او عبادت ته راواړل .
والسلام

دیوسوکاله او په اسلامي نظام پوښلي افغانستان په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close