افغانستان ټرمپ او نړۍ (کابل غږ)

م- خاموش

په امریکا کې چې تیره ورځ د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شول او پکې ټرمپ د هیلري په مقابل کې بری ترلاسه کړ یوشمیر هیوادونه چې د امریکا سره برابره پالیسي نه لري او نه د انتخاباتي کمپاین  پرمهال ټرمپ اوهیلري په ښکاره څه ویلي دي.

 یو شمیر امریکا ته اړهیوادونه اندیښنه لري چې د کمپاین پر مهال د ویناو مطابق له سخت دریځۍ کار واخلي او که به په خپله وینا کې تغیر راولي؟

ټرمپ په داسې وخت کې د امریکا جمهور رئیس شو چې په افغانستان، سوریه ،عراق او یمن کې سختې او په یوشمیر هیوادونوکې یوڅه خال خال جګړې روانې دي ددې جګړو دوام به امریکا ته ګټه ولري او که د جګړو پای ته رسول؟

د افغانستان په اړه خو نه ټرمپ او نه هیلري د خپلو کمپاینونو پرمهال څه ویلي خو کیدي شي په رسمي توګه د اقتدار پر مهال چې د۲۰۱۷کال د جنوري په میاشت کې به ېې ټرمپ ترلاسه کړي څرګند کړي، د مخه د ټرمپ په اړه څه نه شي ویل کیدای د توقع پرخلاف لکه څرنګه چې ېې راېې ترلاسه کړي کړنې به ېې هم برعکس را وخیژي.

په هیواد کې به دولتي چارواکي او په ځانګړې توګه اشرف غني او عبدالله ټرمپ ته خوښ وي  چې تر۲۰۲۰پورې ورسره د تیرو واکمنو په څیر مرستو ته دوام ورکړي خو دا مرستې نه د بش، نه د اوباما او نه د ټرمپ له واکه پوره دي د دې مرستو په اړه نظراو اجرا د یوې ځانګړي ادارې پورې چې د مخه ېې یادونه وشوه تړلې ده.

هو د ټرمپ په اړه دومره ویلی شو چې ترهیلري د مسلمانانو سره زیاته دښمني لري او یواځې د افغانستان سره نه بلکه د ټولې اسلامي نړۍ سره ېې  لري.

په ټوله کې باید ووایو چې که له ټرمپه د کابل موجوده اداره د خپلو مخالفو وسله والو پرخلاف دا تمه لري چې مرسته به ورسره وکړي دا تمه هم بې  ځایه ده لکه څرنګه چې دامریکا تیرو واکمنو په افغانستان کې جګړه دوامداره ساتله اوس به د ټرمپ په واکمنۍ هم دوام ولري ځکه  د امریکا د بهرنیو پالیسیو جوړوونکي اداره نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close