افغانستان بیا په فساد کې دویم نمبر خپل کړ

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
جرمني مېشت نړیوال غیر دولتي سازمان (رونټیا) (په نړۍ کې د فساد د انګیرنې ۲۰۱۵) د چهارشبې په ورځ راپور خپور کړ چې ۱۶۷هېوادونو کې تر ټولو زیات فاسد هېوادونه افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا یاد شوي دي، او په دغه درې ګونو هېوادونو کې د ۸ امتیازو په لرلو سره په ګډه د نړۍ تر ټولو فاسد دولتونه شمالي کوریا او سومالیا پېژندل شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي دي چې د میلیاردونو ډالرو د لګښت سره سره بیا هم د افغانستان په عامه او حکومتي بنسټونو کې پراخ فساد شتون لري.
د ګډ حکومت د دوه سري رژیم له هغو ژمنو چې د فساد د ختمولو په هکله به یې له ولس سره کولې، داسې څرګندېده چې د تېر کال په پرتله به د افغانستان د فساد ضد امتیازونو شمېره لوړه شي، خو د تېرکال په پرتله یې د فساد ضد امتیازونو شمېره د پخوا په شان ده.
د ۱۷۶دولتونو په منځ کې د سیمې هېوادونو له جملې څخه پاکستان ۱۱۷مه شمېره، اېران ۱۳۰مه، چین ۸۳مه، تاجکستان ۱۳۶مه، ترکمنستان ۱۵۴مه او ازبکستان ۱۵۳مه شمېرې خپلې کړې وې، نو له دې ځای څخه ویلی شو چې افغانستان په سیمه ییزو هېوادونو کې تر ټولو فاسد دولت دی.
د یادولو ده، په تېرو لسیزو کې افغانستان د فساد په نړیوال نوملړ کې آخري شمېره نيولې وه، په ۲۰۱۴کال کې هم په ۱۷۵دولتونو کې درېیم فاسد دولت پېژندل شوی وو، او په ۲۰۱۳کال کې افغانستان د ۱۷۷هېوادونو په شمېره کې دویم فاسد دولت نومول شوی وو.
په مسلمان دولتونو کې تر ټولو پاک دولت د قطر شاهي دولت ګڼل شوی دی، په نړیوال نوملړ کې ۲۲م ځای لري چې د څو نورو اروپايي هېوادونو څخه هم مخکې دی.
په اروپایي هېوادونو کې ډنمارک، فنلند او سویډن هېوادونه له فساده پاک هېوادونه ګڼل شوی دي.
امریکا له برتانیې څخه خراب او له جاپان څخه اتلسم شوی دی چې په ۱۶پوړ کې ځای لري.
نړیوال شفافیت ویلي دي چې هیڅ هېواد له فساد څخه نه دی خلاص، که ځينې هېوادونه له فساده پاک هم ګڼل شوي دي خو بیا هم د هغوی له فساده سره اړیکې بشپړې نه دي ختمې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close