افغانستان په لمړی نړیواله شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته په شپږو وېکټو سخته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام ۰۴عقرب/۱۳۹۴
آرین افغان
د افغانستان او زمبابوې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لړۍ لومړی لوبه په زمبابوې بولاویا ښار کې ترسره شوه، د لوبې پچه د زمبابوې لوبډل مشر وګټله، او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د زمبابوې پیل خورا ښه وو، او داسې ښکارېده چې زمبابوې کېدای شي په حیرانوونکي ډول یو زیات هدف وټاکي خو د لوبې په وروستیو اورونو کې افغاني بالرانو زمبابوې ته توپ وهونکي منډو جوړولو ته پرې نه ښودل.
دولت ځدران یو ځل بیا جادويي توپ اچونه وکړه، هغه پخپلو څلورو اورونو د ۲۹منډو په بدل کې ۳ وېکټ واخېستې.
زمبابوې په شل اورونو کې د پنځو کسانو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې، او افغانستان ته یې ۱۵۴هدف وټاکو.
افغانستان لپاره لومړی توپ وهنه محمد شهزاد او عثمان غني پیل کړه، شهزاد نسبتاً تېزه او عثمان غني آرامه لوبه پیل کړه.
محمد شهزاد ۳۴منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد، خو د دوی ملګرتیا تر ډېره نه وه.
کریم صادق په ۱۷ او عثمان غني په ۱۳ منډو وسوځېدل.
اصغر ستانکزي ښه لوبه وکړه، هغه د دوه شپږیزو په مرسته ۱۸ منډې جوړې او رن اوټ شو.
محمد نبي او نجیب الله ځدران تر منځ پر اعتماده ملګرتیا د دې سبب شوه چې افغانستان د ۱۹ اورونو په لمړی بال د نجیب الله ځدران په شپږیزې سره هدف پوره کړ، او زمبابوې ته یې پخپل کور کې په لمړی نړیواله شل اوریزه لوبه کې په شپږو وېکټو ستره ماتې ورکړه.
نجیب الله ځدران د دوه شپږیزو او د دوو څلوریزو په مرسته سره په ۲۶ بالو ۳۷ او محمد نبي عیسی خېل د دوه شپږیزو په مرسته سره په ۲۵ بالو ۳۳ نا سوځېدلې منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدران وټاکل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close