افغانستان په نړيواله کچه له فساده ډک دويم هېواد

« سرليکنه »

افغانستان ، چې د مخه يې يرغلګرو ته د ماتې ، له خپل هېواد سره د ولس د ميني او وياړنې ډک هېواد ګڼل کيده، تاريخ يې نوم د لوړ مقام په ليست کې ياداوه ، چې د تېرو څلورو لسيزو راپه ديخوا يې هم خپل لومړنی او دويم مقام له لاسه نه دی ورکړی .

د تورمخو کمونيستانو د غوايي د کودتا را وروسته چې د وحشي روسانو يرغل ته يې زمينه برابره کړه او روسانو په ډېره سپين سترګۍ سره پر افغانستان يرغل وکړ افغان غيرتي ولس د مقدس جهاد په دوام په ټوله اسلامي نړۍ کې د لومړي مقام په توګه ياد کړل شو.

د روسانو تر تيښتې او کمونيستي رژيم له نسکوريدا وروسته ، چې څو تش په نامه جهادي مشرانو د ارګ د نيولو په مقابله کې سرې لښکرې اړمې کړي په نړيواله کچه افغانستان د کورنيو جګړو په دوام په ملکي بې د فاع او بې ګناه ولس په وژلو کې لومړی مقام ترلاسه کړ .

د طالبانو په دوره کې د حکومت د هر صادر شوی فرمان په منلو او عملي کولو افغان ولس په نړيواله کچه د یوالي قانون د نفاذ له امله لومړی مقام ترلاسه کړ.

د طالبانو د واکمنۍ د ړنګيدا لپاره شمالي ټلوالې خپل هېواد ته  د پرديو لښکرو په رابللو او خپل بې ګناه ولس په بمبارولو او وژلو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د۲۰۱۴ز کال راپور چې د ملګرو ملتونو لخوا خپور شو ، له بهرنيو سره په ګډ افغاني قرارداديانو او وزيرانو په اداري فساد کې لوړی مقام ترلاسه کړ.

دا چې افغانستان ولې په اداري فساد کې د لومړي مقام څخه دويم مقام ته راورسيد ؟ په اداري فساد کې زمينه سازي ورته کمه وه او هم د بهرنيو پوځونو په وتلو د تسليو او نورو قراردادونو کموالی راغی.

که د بهرنیو پوځونو لپاره د تيلو قراردادونه د پخوا په څېر موجود وای ؛ نو بيا يې هم په اداري فساد کې لومړی مقام ترلاسه کاوه ، خکه چې قاضيان څارانوالان ، د سړکونو او لويو لارو قرارداديان او د خپلو پوليسو تشکيلات د پخوا په څېر فعال وي، په دې کې هېڅ کمښت نه دی راغلی او نه په ګمرکاتو کې د مقررۍ په فيس کې کموالی راغلی .

د ملګرو ملتونو په سروې ، چې تېره چارشنبه يې راپور خپور شو شمالي کوريا ، سوماليا د نړۍ په ۱۶۷هېوادونو له فساده ډکه هېوادونه ياد کړل شوي دی . دا سروې په جرمني کې نادولتي سازمان په نړيواله سطحه کړی ده او افغانستان يې په فساد کې ککړ دويم هېواد راوستی دی.

په دې سروې کې ويل شوي دي ، چې زيات فساد په دولتي بنسټونو کې ترسره کېږي ، چې د دولت د نورو چارواکو علاوه قاضيان او څارانوالان په لومړي سرکې يادېږی. د دولتي بنسټونو نسبت په لوړ پوړو چارواکو او وزيرانو هم کيدای شي ؛ خو په تېرو ۱۴کالو کې په زياته کچه قاضيان ، څارانولان او د بهرنيو پوځونو لپاره دتيلو قراداديان ياد شوي ، چې په اوس وخت کې هم د دولت يا بهرنيو پوځونو په نامه هېود ته له بهره ، بې ګمرکي محصولاتو  تيل راوړل کېږي او په ازاده توګه بازار کې پلورل کېږي .

په اداري فساد کې د ايران، چين تاجکستان ، ترکمنستان ازبکستان يادونه شوې ده؛ خو په کډواليو کې له سوريې وروسته دويم او هم په فساد کې دويم هېواد افغانستان دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close