افغانستان په څلورمه لوبه کې زمبابوې ته په دریو وېکټو ماتي ورکړه

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
آرین آفغان
د افغانستان او زمبابوې د لوبو د لړۍ څلورمه لوبه نن ترسره شوه،  لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه خو د افغانستان بالرانو د زمبابوې دغه پرېکړه غلطه ثابته کړه، او د زمبابوې د سر توپ وهونكي د دولت ځدران لخوا وسوځېدل او له لمړي سر نه یې د زمبابوې لوبډله تر خپل سخت فشار لاندې راوسته.
زمبابوې په ټاکل شوې ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د سکندر میرزا د غوره توپ وهنې په مرسته ۱۸۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۱۸۵ منډې هدف ورکړ.
د هدف په تعقیب د افغانستان پیل خورا زړه را ښکونکی وو، د افغانستان د سر لوبغاړو شهزاد او نور علي ښه لوبه روانه کړه، د شهزاد د غوره توپ وهنې په مرسته افغانستان بریا ته نږدې وو چې اول نور علي په ۲۳ او شهزاد په ۸۱ منډو وسوځېدل.

شهزاد محمدي
شهزاد محمدي

د دوی له سوځېدو وروسته بیا د افغانستان لوبغاړو ژر ژر وېکټې له لاسه ورکړې، بیا هم د اصغر غوره توپ وهنې د افغانستان بریا یقیني کړه، د بالېنګ په برخه کې امیر حمزه تر ټولو لوبغاړو کم منډې ورکوونکی بالر شو.
افغانستان لوبه په ۴۷م اور کې د اوو لوبغاو په سوځېدو یاد هدف ترلاسه کړ، او زمبابوې ته یې په دریو وېکټو ماتي ورکړه، او د لوبو لړۍ یې ۲-۲ مساوي کړه.
د یادونې وړ ده چې د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۴مه آخري پنځوس اوریزه نړیواله لوبه به ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close