افغانستان کرکت ټیم نن له هانکانګ سره شل اوريز نړیوال جام ته د لار موندنې مقابله کوي

کابل ټکی کام ۳۰ چنګاښ ۱۳۹۴ راپور: فرید احمد ننۍ لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه بلل شوې. د افغانستان کرکت بورډ معاون حاجي عزیزالله فضلي وایي: «د هانکانګ په مقابله کې دا سیالي ډېر اهمیت لري. ددې اهمیت دادی چې دا لوبه د افغانستان لپاره د کوارټر فاینل په مانا ده او که پدې لوبه کې افغانستان هانکانګ ته ماتې ورکړه، نو افغانستان کولای شي چې نیمه فاینل او فاینل ته لاره ومومي، چې په نتېجه کې ممکن افغانستان د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته چې په هندوستان کې کېدونکی دی لاره مومي.» افغانستان تر دې دمه هالنډ، متحده عرب امارات، او سکاټلنډ ته شکست ورکړی خو د عمان په مقابله کې یې شکست خوړلی دی. همدارنګه د افغانستان دوه لوبې چې له کېنیا او کاناډا سره یې درلودې د شدید باران له وجې لغوه شوې هم دي. ددې ۱۴ مسابقه کوونکي ټيمونو څخه به ۶ ټېمونه نړیوال جام ته چې په هند کې کېدونکی دی لاره مومي. –

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close