افغانستان کرکټ کې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام ۱۰/ وږی

راپور قدرت الله حسین

د اسيا په غوره ليګ سياليو کې نن سه شنبه د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د سعودي عربستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

يادې سيالۍ د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي.

د ننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه د عربستان لوبډلې ګټلې وه او د لومړۍ توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

سعودي په ۳۹ اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د افغانستان لوبډله وتوانېده چې ياد هدف په ۱۷ اورونو کې پوره کړي او يوازې ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړي.

د لوبې غوره لوبغاړی حضرت الله ټاکل شوی، چې ناسوځېدلی پاتې و او ۹۸ منډې يې جوړې کړې وې.

د افغانستان لوبډلې له دې وړاندې په يادو سياليو کې عربي اماراتو، نيپال او کويت ته هم ماتې ورکړې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close