افغانستان کرېکټ کې ۱۹ کلنو څلورمه لوبه هم له زمبابوې نه وګټله

(کابل ټکی کام : دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل) :

د افغان نولس کلنې لوبډلې د زمبابوې نولس کلنې لوبډلې ته د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې څلورمه ماتې هم ورکړه .

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د هند په ګریټر نویډا نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زمبابوې ملي نولس کلنو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یو ورځینۍ سیالي هم د افغان ملي نولس کلنې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده او له دې سره افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکې نولس کلنې لوبډلې ته د یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې په ماتې ورکولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

ددغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د سیالۍ په وروستي اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۲۶۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نوید عبید ۶۲ احسان الله جنت ۵۱ او وحید الله شفق هم ۵۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۳۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۸ منډې جوړې او لوبه یې افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته وبایلله. د ملي نولس کلنو لوبغاړو له ډلې نجات مسعود ۴، ظاهر خان ۴ او محمد ظاهر ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سیالیو پای په مراسمو کې د ګټونکې لوبډلې کپ افغان لوبډلې ته وسپارل شو. سربیره پردې، د زمبابوې لوبډلې څخه مشینګې ته د غوره توپوهونکي او د افغانستان له لوبډلې څخه ظاهر خان ته د سیالیو غوره توپ اچونکي ډالۍ ورکړل شوې.

بدرالدین ځواك

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close