”افغانستان کې د شل وسله والو ډلو شتون حقیقت نه لري“

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکۍ په افغانستان کې شل وسله والې ډلې شتون او فعاليت لري.

تر دې مخکې ځينو رسنيو او د دفاع وزارت چارواکو ادعا کړې وه چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې لسګونه وسله والې ډلې فعاليت کوي چې د دنيا د بېلابيلو هېوادونو وګړي پکې غړيتوب لري.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د يادو ډلو په اړه په غبرګون کې ويلي: ” اسلامي امارت دغه ډول تش پروپاګند په کلکه ردوي”.

د مجاهد په وینا، په افغانستان کې د روان (جهاد) رهبري د اسلامي امارت په لاس کې ده او يواځې د ننګرهار په يوه څنډه کې د “داعش په نوم د فتنه ګرو” څخه علاوه بله هيڅ ډله شتون نه لري.

نوموړی زياتوي: “د داعش په نامه  دغې کوچنۍ فتنې ته هم  امریکايي اشغالګرو او د هغوی کورنیو مزدورانو د فعالیت زمینه مساعده کړې،  دفاع ترې کوي او له موجودیت څخه يې  استخباراتي او تبلیغاتي استفاده کوي.

طالبان وايي، د دوی تر واک لاندې سيمو کې هيڅ وسله واله ډله شتون نه لري او نه به  (اسلامي امارت) نورو ډلو ته د فعاليت اجازه ورکړي.

بغیر له طالبانو او داعش ډلې تر اوسه حکومت د هيڅ کومې وسله والې ډلې ثبوت رسنيو ته نه دی وړاندې کړی چې وښيي دوی په افغانستان کې فعاليت کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې حکومت او امريکايي رسنۍ په افغانستان کې د لسګونو ډلو د شتون او فعاليت راپورونه ورکوي بلکې تر دې مخکې يې هم ورته ډول ادعاوې کړي خو د طالبانو، شنونکو او ازادو رسنيو له خوا دغه ادعاوې رد شوي وايي چې چارواکي دا اوازې يوازې د خلکو د وېرولو او د خپلې څوکۍ او شخصي ګټو ساتلو لپاره کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close