افغانستان کې سلګونه زره ښځې او ماشومان په نشو روږدي دي

 

موندنې ښیي چې په ټول هیواد کې په نشیي د روږدو افغانانو شمیر څو برابره لوړ شوی چې د درې نیم میلیونه کسانو له ډلې شاوخوا ۸۰۰ زره یې ښځې او ۲۰۰ زره ماشومان یې ماشومان تشکیلوي.

چارواکي وایي، د عامه پوهاوي د پروګرامونو او لازمو روغتیایي ټیمونو نشتون په نشیې توکو د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې لوړوي او په دې تړاو جدي اندیښنه شتون لري.

د چارواکو په خبره ؛ د روږدو میرمنو لپاره په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې ۱۲ روغتیایي خصوصي او دولتي مراکز شته چې په کلنۍ توګه په کې یواځې د ۳ زرو ښځو درملنه کیږي.

دوه کاله وړاندې په مخدره توکو د اخته میرمنو لپاره یوه مرکز په کابل کې هم فعالیت پیل کړ، چې تر اوسه یې د ۶۰۰ میرمنو درملنه کړې ، د کابل په ختیځ کې دغه مرکز د روږدو میرمنو او ماشومانو لپاره سل بستریز ځای لري چې په وخت سره د ۸۰ ښځو او ماشومانو د درملنې وړتیا او امکانات لري.

روږدې میرمنې وایي، چې که کورنۍ یې د دې ناوړه عمل په اړه خبرې شي، له دوی سره ناوړه سلوک کوي او آن د ژوند حقوق ترې اخیستل کیږي.
د حکومت چارواکو د شمیرو تر مخه ، هرکال د افغانستان د نشیي توکو تولیدات تر ۶ میلیارد ډالرو رسیږي.
که څه هم افغان حکومت او نړیواله ټولنه ځان د نشیې توکو د کرکیلې او کارونې مخنیوي ته ژمن بولي، خو په عین حال کې په ډیری ولایاتو کې په لوی لاس د دې توکو قاچاق د بهرنیانو له خوا روان دی .
بل پلو حکومت د روږدو کسانو په پالنه او د روغتیایي وضعیت په ښه کیدو کې هم پاتې راغلی او سلګونه ځوانان، میرمنې او ماشومان د کابل د پل سوخته په ګډون په ګڼو سیمو په ککړ چاپیریال کې په خورا ناوړه وضعیت کې قرار لري .

شنونکي وایي، امریکا او اروپایي ټولنه ځکه د دې توکو د قاچاق او کرکیلې د مخنیوي هڅه نه کړي چې له یوه لوري غواړي د دې توکو په زیات تولید سره افغان ځوانان نور هم بې لاریو ته مخه کړي او له بل پلوه د دې توکو له قاچاق نه د پراخو پیسو د ترلاسه کولو ترڅنګ خپله له دې توکو د درمل جوړونې برخه کې کار واخلي

د دې تر څنګ کورنی د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت او ګڼې نورې ناخوالې لامل شوي چې ښځې نشه یې توکو ته مخه کړي

د نشیې توکو د روغتیایي مرکزونو یو مسول عبدالله نصرت وایي له دې ځایه په وتلو د روږدو ښځو ستونزې نه هوارېږي نو ځکه له څه مودې وروسته بیا روږدیتوب ته مخه کوي.

باید وویل شي چې افغان دولت او بهرنیان پرطالبانو تور پورې کوي چې د مخدره توکوڅخه ترلاسه شوې پیسې په خپلو تجهیزاتو لګوي خو د نوې پالیسۍ تر مخه به دولت د کوکنارو او نورو مخدره توکو د رسیدو پرمهال حاصلات له کروندګرو څخه نیسي او ټولې پیسې به یې د دولت بودیجې ته ځي او دهقانان به د مالي تاوان سربیره په اوږدمهالي بند هم تحدیدیږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close