افغانسنان د امپراتوریو هدیره

ليکوال : امين وردګ

ځينې نړيوالې خيرنې کړۍ کوښښ کوي چې په اساسي توګه او په ډېر شوم شيطاني مهارت سره د پښتون ټبر يووالي، تاريخي شتون، ژبني شهرت، جګړه ايز ځواک، سياسي موقف، علمي مختګ، تخنيکي تفکر، جغرافيايي موقعيت، تمدن او سوبو ته صدمه ورسوي، چې متأسفانه تر ډېره يې دا کار کړى هم دى!

اما هغوى چې د دې پروژې غړي دي، نو بايد پدې هم پوه شي چې  د پښتون قام يو مخ د ((له منځه وړلو)) فکر ؛ پرته له ځانونو شرمولو څخه بل څه نه دي!

(مسود) به پښتانه غير متمدن خلک بلل او د ده په اند؛ پښتانه افغانان هم نه دي ؛ چې ويډيو يې ما په خپله ليدلې او آورېدلې ده ! مګر که د پښتون قام ريښې و پلټو، نو په سوونو ميلويونونو ته يې د نفوس شميره رسيږي، چې اوس د نړۍ په مختلفو ژبو خبرې کوي ، د بېلګې په توګه لکه (( سکاټلنډ )) : دا د قديمو ((ساکو)) اولاده ده ؛ چې موږ د هغوى تربرونه د لوګر په ((سجاوند)) کې هم لرو؛ مخکې ورته سکاوند ويل کېدلو، مګر اوس “د وخت تېرېدلو او ژبني بدلون له امله” ورته سجاوند ويل کيږي.

د پښتون قام ريښې بيخي ژورې او ارتې دي؛ خو زه دلته ځينو مهمو ټکو او مشهورو قومونو  ته نغوته (اشاره) کول غواړم!

پښتانه

سور، ساک، کاسي، متاني، لودي، مادي، شيرواني او پارتي لرغوني پښتانه قومونه دي ، وروسته بيا يوازې د ((ساکو)) قوم شپږ برخې شوى : چې په توري، نري ، بوديني،ګلوني­، سرماتي او اندړو سره کتابونو راوړي دي .

له هغوى را په دېخوا بيا نور مشهور قومونه : لکه يپتليان منځته راغلل ؛ چې له هغوى نه بيا ابداليان جوړ شول او احمدشاه بابا هم همدې قوم (ابداليانو) ته منسوب دى .

همدارنګه ، غوريان ، سوريان ، لوديان ، صفاريان او هوتکيانو غوندې مېړني پښتانه قومونه لرو، چې لوی امپراتوران پکې تېر شوي : لکه سلطان غياث الدين غوري ، سلطان شهاب الدين غوري، شېرشاه سوري، سکندر لودي ، يعقوب ليث صفار ، عمرو ليث صفار ، ميرويس هوتک ، شاه محمود هوتک، شاه حسين هوتک او شاه اشرف هوتک .

په خپله دا د ((پښتون)) کلمه له پکتون، له هغه باکتر ، له باکتر بيا باختر ، پسې ((بلخ))  جوړ شوى ؛ چې دا فلسفه هم زرګونه کلونه وړاندې وختونه راته ښيي .

دا اوسنۍ پکتيا دومره وړوکې نه وه ، بلکې له ګرديز نه نيولې د کراچۍ تر بندر ، بيا تر شکارپور ، ډېره اسماعيل خان ، ډېره غازي خان او جامپور پورې يو حکومت او يو نظام و.

اباسين د پغمان له (اونۍ درې) څخه سرچينه اخلي ، بيا د عربو بحيرې ته لويږي ، چې دا د سند په حوزې سره ياديږي او تاريخي قدامت يې تر ميلاد 4000 کاله وړاندې ثابت شوى .

دا چې ځينې خلک د افغانستان نوم خراسان يادوي، دا هم اصلاً د پښتون قام له تاريخ څخه ناخبري ده .

له ميلاد نه ۵۰۰ کاله وړاندې هخامنشيانو د ساکو په مرسته امپراتوري جوړه کړې وه .

له ميلاد نه ۱۰۰ کاله وروسته په نړۍ کې يوازې څلور امپراتورۍ وې : چې يوه يې د پښتون قام يوې قبيلې (کوشانيانو) چلوله .

په ۳۶۰ ميلادي کې يپتليان راپورته شول او ساساني پاچا ((فيروز)) يې قتل کړ .

په ۵۰۰ ميلادي کې يپتليانو لوى افغانستان ورغولو ، شمالي هند، خراسان او ماوراءالنهر يې سره يوه کاسه کړل .

په ۸۶۱ م کې يعقوب ليث صفار (ساکزي) (خراس­ان ، پارس) سره يو کړل او پر بغداد (عراق) يې حمله وکړه .

په ۹۶۰ م کې غزنويانو د خرز له څنډو نيولې بيا تر ګنګا پورې امپراتوري و رسوله .

ميرويس نيکه د ګرګين مرۍ پرې کړه او د هغه د وراره ۲۵۰۰۰ فوځ يې په هلاکت و رساوه .

په ۱۷۲۲ م کې شاه محمود هوتک خپل قلمرو تر اصفهان پورې و رسولو او هلته يې د شاه حسين صفوي باغي حکومت 18 مياشتې محاصره کړى و، آن تر دې چې  شاه حسين صفوي له (تاج تخت) سره مخې ته ورته راغی.

په ۱۷۲۹م کې شاه اشرف هوتک (روسانو او ترکانو) ته ماتې ورکړه ، چې دا دواړه لويې امپراتورۍ وې او دلته يې د ترکو ۲۰۰۰۰۰ فوځ هم په ګونډو کړ .

په ۱۷۴۷ م کې لوی (احمدشاه بابا) د افغانستان پاچا شو؛ خو دا پاچاهي يې پر امپراتورۍ واړوله ، ۲۵کاله يې حکومت وکړ ؛ د آمو له سند نه نيولې تر نيشاپور ، بيا تر سند اوډهلي پورې د ده قلمرو و .

شاه زمان د ((ډهلي)) پر تخت ناست و .

په ۱۷۷۲ م کال د کابل په بالا حصار کې ټول انګليسي فوځ “په شمول د کيوناري” د اور خوراک شو.

په ۱۸۴۲ م کې د انګليسانو ۱۶۰۰۰فوځ دلته هلاک شو .

يوازې يو انګليسي جرنيل (ډاکټر برايډن) له افغانستان نه ژوندى ووت “هغه هم ټپي !” .

غازي محمدجان خان وردګ (په خپله) سره له مجاهد فوځه د ارغندۍ پر محکمه انګريزي دفاعي کرښه باندې ور ودانګل او د کابل دا محکم کمربند يې مات کړ ؛ خو نن يې هغه دى د تصوير پر ځاى د ((ملي خائن)) تصوير ځړيږي : (د اطلاعاتو فرهنګ پر ودانۍ د پاسه !).

په ۱۹۱۹ م کې بيا انګليسان په تور مخ له افغانستان نه ووتل .

وزير محمد اکبرخان غازي (مکناټن) د ارګ په منځ کې قتل کړ .

په ۱۹۸۹ م کې شرقي امپراتورۍ (شوروي اتحاد­) “د افغانانو په لاسونو باندې ” داسې شرمېدلې ماتې وخوړه ، چې ټوله اتحاديه يې ټوټه ټوټه شوه او له برکته يې نور مستعمره هېوادونه هم خپلواک شول.

په ۱۹۹۲ م کې طالبان “د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې” را پورته شول او يو بې ساري امن يې راوست ، شرعي نظام يې تر ۲۰۰۰ م کال پورې جاري ساتلى و، خو دا “اسلامي او مسلمانانو ته خوښ ” نظام غربي نړۍ د پخوانيو کمونستانو او ټوپکسالارانو په مرسته و نړولو.

د ا دى نن هم *لله الحمد* ډېرى پښتون قامونه (په شمول د ځينو نورو با احساسه ځوانانو) د ټولې غربي نړۍ پر وړاندې ټينګ ولاړ دي او د افغان غرب جګړه هم دا ده ۱۶م کال ته و غځېدله ؛ حال دا چې “د غرب تر لمنې لاندې” ­ډېر افغان ډوله قووتونه هم د طالب مجاهدينو پر وړاندې ولاړ دي ؛ آن تر ځينو بې ضميره ملايانو پورې !

خو “لله الحمد” سوبې او حماسې د مجاهدينو دي ، ان شاءالله چې دا ځل به ټوله غربي نړۍ يوه تاريخي او شرمېدونکې ماتې خوري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close