افغاني سيکولران دې له شرمه مړه شي

لیکنه : بدر منهاج

دیموکراسئ چور او تالان هم قانوني کړ

د ډنمارک پارلمان د رایو په مطلق اکثریت هغه قانون تیره ورځ منظور کړ کوم قانون چې پولیسو ته اختیار ورکوي ترڅو که له هر کډوال سره له ۱۵۰۰ ډالرو څخه زیاتې پيسې یا ګران بیه شیان وي هغه ترې ضبط کړي داده د دیموکراسي سوغات ، دېته وايي حرفوي لوټ او تالان .
جالبه داده چې د بشر د حقوقو د پالنې مدعیان د هغو انسانانو په حقوقو او شتمنیو تیری قانوني کړ کوم چې د ډیرو اوږدو او خطرناکو لارو د وهلو او له مرګ سره په لوبو د دوی هیوادونو ته له ظلم او تیري څخه ورتښتيدلي .
له دې نه دمخه هم دیموکراسي او سیکولریزم ډیر داسې له فطرت نه خلاف اعمال قانوني کړي چې اخلاقو ته ژمن انسان يې په یادولو هم شرميږي لکه : د هم جنس بازۍ قانونيت او نور…. .
افغاني سیکولران د پخوانیو کمونستانو په ملتیا له لويدیځوالو لښکرو سره زمونږ په ولس د دې لپاره بمونه اوروي ، د توپونو او توغنديو باران يې پرې جوړ کړی ، د باګرام او څرخي پله کرغیړن زندانونه يې ترې ډک کړي دي او کړوي يې او له تیرو پنځلسو کلو راپه ديخوا يې په سره اور کې درولي ترڅو دغه له درنده توب او وحشت نه ډک سیکولریزم او دیموکراسي پرې ومني .
افغاني سیکولرانو او دیموکراتانو ته دا د ډنمارک د حکو مت فیصله ستر عار ده ، دوی دې نور وشرميږي ، سیکولریزم او دیموکراسۍ ته دې د افغانانو له بلنې لاس واخلي او پرېدېږدي چې افغانان د اسلامي قانون له سیوري لاندې چې ستر ارمان يې ده له عزت او ابرو نه ډک ژوند وکړي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close