افغانې پیلوټې په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۴) زرغون خوږیاڼی

افغانی پیلوټې نیلوفر رحماني د امریکا په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

نیلوفر د پیلوټۍ خپل ښوونکي هغه وخت حیران کړل، چې نوموړې د نیویارک ټایمز ته وویل،« نه غواړم د افغانستان تر بیرغ لاندې پیلوټي وکړم، په افغانستان کې حالت نه بدلیږي، بلکې حالات لا د خرابیدو په حال کې دي.»

خو هغه څه چې افغان پوځ یې تمه کوله په سیند لاهو شول، د نیلوفر په وینا،«د افغانستان نه، بلکه د امريکا له پاره پلوټي کول غواړم.»

نیویارک ټایمر ورځپاڼې په وینا، نیلوفر رحماني په۲۰۱۳ز کال کې د افغان هوايي ځواک سره یو ځای شوه او په ۲۰۱۵ز کال کې د سي – ۱۳۰ ډوله ترانسپورتي الوتکې د روزنې ترلاسه کولو لپاره امریکا ته لاړه.

د روزنې موده یې د مرغومې په ۲۲نیټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده؛ خونوموړې ویلي، چې غواړي له دې وروسته هم د یوې پیلوټې په توګه پاتې شي خو په امریکا کې، نه د افغانستان تر بيرغ لاندي.

نیلوفر هیله ښودلې ده چې د امریکا د هوايي پوځ سره به ملګرې شي، د نوموړې په وینا که هیواد ته ستنه شي ژوند به یې د ګواښ سره مخامخ شي.

نیلوفر رحماني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یوې «زړورې ښځې» مډال ورکړل شوی دی او همدارنګه نومړې دجرمني رسنیو لخوا «د نړۍ تر ټولو ښکلې پیلوټه» په نوم هم یاده شوې ده.

 نوموړې چې د امریکا د ارکنساس ایالت د راک ایرفورس هوایي ډګر کې د امریکایي پوځ لخوا روزنه ترلاسه کړې، غواړي د امریکا په پوځ کې د پیلوټۍ خدمتونه ترسره کړي، هغه کې نظامي پیلوټي وي او که ملکي.

په افغان پوځ کې یواځې نیلوفر نه ده چې له افغانستان تښتي او په بهرنیو هیوادونو کې پناه غواړي، د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې هم د افغانستان پوځ درېیو افسرانو هم د روزنې پرمهال هڅه وکړه له ماساچوست ایالت نه کاناډا ته وتښتي.

خو تر نیول کیدو وروسته یوه ته یې پناه ورکړل شوه، دویم یې کاناډا ته لاړ او د درېیم کس د پناه غوښتنه رد شوې او اوس یې مدافع وکیل د استیناف غوښتنه کړې ده.

د نیلوفر رحماني د پرېکړې په تړاو د افغانستان د هوایي ځواک یوه ویاند جلال الدین ابراهیم خېل ویلي؛ پیلوټان باید د روزنې دورې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته وروګرځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close