افغان او پاکستاني ځواکونو په تورخم کې له نښتو وروسته، په سیمه کې د خپلو پوځيانو شمېر زیات کړی

کابل ټکی کام ۲۶غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
افغان او پاکستاني ځواکونو په تورخم کې له څو ورځينۍ جګړې وروسته، په سیمه کې د خپلو پوځيانو په شمېر کې زیاتوالی راوستی دی.
تورخم چې وخت نا وخت پکې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه وي، نن درېیمه ورځ هم په تورخم کې د دروزاې جوړولو پر سر شخړه روانه وه.
نننۍ جګړه ماښام رامنځته شوې ده، چې تراوسه پورې یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
افغان دولتي چارواکو ویلي دي، چې په تورخم کې نن ماښام یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان خاوره بریدونه وشول، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لومړی نښته د تېرې یکشنبې په ورځ رامنځته شوه.
دغه نښته هغه مهال رامنځته شوې وه، کله چې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د دروازې د لګولو هڅه کوله.
دا مهال د افغان سرحدي ځواکونو قومندان ویلي دي، چې د پاکستاني ځواکونو سره تر نښتو وروسته یې ګڼ شمېر سرحدي پولیس تورخم کې ځای پر ځای کړي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې تورخم ته نږدې یې نور پوځيان او درندې وسلې ځای پر ځای کړي دي.