افغان باقي، کهسار باقي / حامد میر

ژباړه : عاطف سهیل

کله چې د ختیځ شاعر علامه اقبال خپله شعري ټولګه ’’پیامِ مشرق‘‘د افغانستان د باچا غازي امان الله خان په نوم ونوموله، نیوکه کوونکو پر اقبال باندې د باچا د غوړه مالۍ تور ولګاوه. دا غازي امان الله خان څوک و؟
دا هغه کس و چې په ۱۹۱۹ز کال کې یې د خپل وخت سپرپاور، برېتانیا، ته ماتې ورکړه او افغانستان یې د برېتانیې د سلطنت د شان او شوکت هدیره جوړه کړه.
یو ځل ډاکټر عبدالله چغتايي له علامه اقباله پوښتنه وکړه چې تاسو د ’’پیامِ مشرق‘‘ انتساب د امان الله خان په نوم ولې وکړ، هغه یې په ځواب کې ورته وویل: ما خپل کتاب د یوه ازاد مسلمانان په نوم نومول غوښتل، او په دې ضمن کې تر امیر امان الله خان بل زیات دویم مناسب کس نه و.
امیر امان الله خان چې د کومو خلکو په همکارۍ د برېتانیا د تاج غرور له خاورو سره خاورې کړ، په هغوی کې د مجددي سلسلې روحاني مشر، ملا شوربازار نور المشائخ، هم و. خو کله چې امان الله خان تر واک سنبالولو وروسته په افغانستان کې د اصلاحاتو پیل وکړ، نو ملا شور بازار ترې خفه شو. په ۱۹۲۹ز کې امان الله خان له هېواد بهر په دوره بوخت و، په همدې مهال د هغه پر خلاف بغاوت وشو او افغانستان د کورنۍ جګړې ښکار شو.
د امان الله خان یوه ملګري، نادرشاه، د انګرېزانو له دسیسو سره د مقابلې اراده وکړه. نادرشاه په فرانسه کې د افغانستان سفیر و. هغه له پاریسه لاهور ته راغلی او له علامه اقبال سره یې ولیدل. نادرشاه علامه اقبال ته وویل چې دئ به له بغاوت کوونکو سره جګړه وکړي. علامه اقبال له خپل لوري د مرستې په ډول هغه ته لس زره روپۍ ورکړې، خو نادرشاه یې په مننې کولو سره دا روپۍ بېرته ورکړې او د شمالي وزیرستان علي خېلو سیمې ته روان شو.
دلته [په علیخېلو] کې نوموړي له وزیرو او محسودو قبایلو سره یوځای یو لښکر جوړ کړ او پر کابل یې برید وکړ. علامه اقبال د نادرشاه د مرستې لپاره یو فنډ جوړ کړ، او لږ وخت وروسته نادرشاه حبیب الله (بچه سقاو) ته په ماتې ورکولو سره کابل ونیو.
څو کاله وروسته، علامه اقبال د نادرشاه په بلنه افغانستان ته ولاړ او هلته یې له ملا شور بازار او حاجي صاحب ترنګزي سره ولیدل. حاجي صاحب د شبقدر د سیمې و. هغه د ۱۹۱۹ز کال په جنګ کې د امان الله خان مرسته کړې وه، او اوس یې د انګرېزانو له غلامۍ د برصغیر ازادول غوښتل، او د نادرشاه په مرسته یې جګړې ته چمتووالی نیو.
د دې خبرې اندازه لګول ستونزمن نه دي چې علامه اقبال د امان الله خان او نادرشاه په څېر باچاهانو عزت له خپلواکۍ سره د هغوی د مینې له امله کاوه.
اقبال له افغانانو سره زیاته مینه درلوده، ځکه هغه په دې باوري و چې افغانان هیڅکله هم د چا غلامي نه مني. له همدې امله علامه اقبال وویل:
افغان باقی، کہسار باقی
الحکم للہ، الملک للہ
یعني په تاریخي کړنو او تاریخي معرکو کې به یوازې افغانان سرلوړي وي.
د اقبال په شاعرۍ کې موږ یوازې د کابل، غزني او کندهار یادونه نه مومو، بلکې له احمد شاه ابدالي او خوشحال خان خټک سره د مینې ځانګړی اظهار هم پکې وینو. خوشحال خان خټک یو جنګیالی شاعر و، چې د مغل باچا اورنګزېب پر ضد یې جګړه کوله. اقبال د اورنګزېب پر ضد د تورې-پورته کوونکي خوشحال خان خټک په اړه وویل:
قبائل ہوں ملت کی وحدت میں گم
کہ ہو نام افغانیوں کا بلند
محبت مجھے اُن جوانوں سے ہے
ستاروں پہ جو ڈالتے ہیں کمند
پر ستورو باندې له کمند اچوونکو ځوانانو سره د اقبال مینه بې جوازه نه وه. د اقبال په ژوند کې افغانانو برېتانیا ته ماتې ورکړه، او زموږ په ژوند کې افغانانو شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه. دا ۱۹۸۹ز کال و چې له افغانستانه د روسي پوځیانو وتل پیل شول، او اوس په ۲۰۱۹ز کال کې امریکايي پوځونه له افغانستانه وتل غواړي.
څوک یې منې او که یې نه مني، تر برېتانیا او روسیې وروسته امریکا هم په افغانستان کې ماتې خوړلې ده. افغانستان د یوه بل سپرپاور د شان او شوکت هدیره جوړه شوې ده. خو د افغانستان پېژندنه یوازې په قبرستان / هدیرې سره کول پکار نه دي. اقبال ویلي و:
سیا یک پیکر آب و گِل است
ملت افغاں در آں پیکر دل است
از فساد او فسادِ آسیا
در کشاد او کشادِ آسیا
اسیا یو بدن دی او په دې بدن کې د غورځېدونکي زړه نوم افغان ولس دی. اقبال وايي چې په افغانانو کې د فساد مطلب په اسیا کې فساد دی، او د افغانانو د پرمختګ مطلب د اسیا پرمختګ دی.
اقبال افغانستان د یوه سپرپاور د هدیرې پر ځای د اسیا زړه وباله، او دا هغه پېژندنه ده چې موږ یې په حقیقت جوړولو سره نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه د امن باغیچه ګرځولای شو.
اوس مهال، زموږ د ټولو لومړیتوب باید دا وي چې له افغانستانه د امریکايي پوځونو تر وتلو وروسته هلته کورنۍ جګړه پیل نه شي. په ۱۹۸۹ز کال کې له افغانستانه د روسي پوځونو تر وتلو وروسته چې کومه کورنۍ جګړه پیل شوه، له هغې د طالبانو غورځنګ وزېږېد. په لومړیو کې امریکا د طالبانو مرسته وکړه، وروسته یې ترهګر وبلل. نن امریکا له هماغو ترهګرو سره په مذاکراتو کولو سره خپلې توکلې ناړې څټي.
امریکا له افغانستانه په عزتمن ډول د وتلو لار غواړي. امریکا له طالبانو غواړي چې له هغو ټولو کسانو سره واک شریک کړي چا چې پخوا د امریکا په پلوۍ طالبان ترهګر بلل. امریکا دې موخې ته د رسېدو لپاره د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په وسیله پر طالبانو باندې فشار اچوي چې له کابل ادارې سره مذاکرات وکړي. له دې حالاتو ایران زیاته ګټه ترلاسه کړه او هغوی طالبانو ته ورنږدې شوي دي، ځکه افغان طالبان او ایران له یوه ګډ دښمن، داعش، سره مخ دي.
حالات زیات نازک دي. لومړي وزیر عمران خان هم له افغان طالبانو سره لیدل غوښتل، خو افغان طالبانو اوسمهال اسلام آباد ته د راتللو اراده ځنډولې ده، ځکه هغوی اشرف غني ته د اوسني دور د بچه سقاو په سترګه ګوري، او هر څوک چې دوی ته له بچه سقاو سره د لیدلو او ناستې مشوره ورکوي، طالبان مجبور دي چې هغو ته د ماتې خوړلي سپرپاور د غوړه مالانو په سترګه وګوري. خو هغوی دې دا نه هېروي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د کورنۍ جګړې پیل افغانانو ته یو نوی مصیبت جوړېدای شي.
دا کورنۍ جګړه به په افغانستان کې فساد راپورته کړي او پاکستان به له دې فساده محفوظ پاتې نه شي. نو ځکه باید پاکستان د امریکا نه بلکې خپلو ګټو ته وګوري. د پاکستان ګټه دا ده چې بېطرفه واوسي او پر یوه لوري دې د امریکا د خوښې د تپلو هڅه نه کوي. پاکستان باید یوازې د سهولت کار دنده پرمخ یوسي. د سهولت کاري په نوم له رسوایۍ څخه د ماتې خوړلي سپرپاور او د هغه د پاتې شونو د ژغورلو هڅې به پاکستان هم رسوا کړي. نو لهذا، په دې تاریخي مرحله کې موږ ته احتیاط اړین دی. موږ ته له افغانانو سره د علامه اقبال د مینې برم ساتل پکار دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close