افغان جګړه به بلک واټر ته وسپارل شي؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل —-

له تيرې څه مودې راهيسې راپورونه ورکول کېږي چې ښايي افغان جګړه د بلک واټر په نوم خصوصي امنيتي کمپنۍ ته وسپارل شي چې ورسره په افغانستان او سيمه کې اندېښنې راپورته شوې.

پخوا تر دې هم بلک واټر جنګي کمپنۍ لېوالتیا ښودلې وه چې د افغانستان روانه جګړه دې ور وسپارل شي، خو دغه طرحه د افغانستان د خلکو، ملي شورا او عامو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

بلک واټر يوه جنګي کمپنۍ ده چې د پيسو لپاره جګړه کوي او هيڅ ډول قانوني جنګي تګلارې ته درناوی نه لري.

د افغانستان جګړه بلک واټر ته له سپارلو سره د مشرانو جرګې سربيره ولسي جرګې هم کلک مخالفت وکړ په وينا يې دا کار به د خلکو له وژلو پرته بله پایله ونه لري.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار د تيرې یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وويل، د مشرانو جرګه به هېڅ کله د بلک واټر په نامه شخصي امریکايي کمپنۍ ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان روانه جګړه لاس کې واخلي.

دغه راز د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهيمي او نورو غړو د جرګې په پرونۍ غونډه کې په دې اړه توند غبرګون وښود او بلک واټر ته د افغان جګړې سپارل يې د افغان وژنې پيلامه وبلله.

ابراهيمي وويل، مونږ د امریکا او ناټو سره امنيتي تړون لرو چې تر اوسه يې څښتنان نه شو نو يوه کمپنۍ به څرنګه په افغانستان کې امنيت راولي.

له بله پلوه د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې ويلي، اوولس کاله کېږي چې هره ورځ په جګړو کې ملکي افغانان وژل کېږي زياتوي که جګړه شخصي کمپنۍ ته وسپارل شي، نو د جنګي جنايتونو کچه به لوړه او د پوښتنې څوک به نه وي.

پوښتنه دا ده چې ايا افغان جګړه به خصوصي کمپنۍ يا بلک واټر ته وسپارل شي؟

شخصي کمپنۍ ته د افغان جګړې سپارلو په تړاو چې له ډيرې مودېراهيسې پرې راپورونه ورکول کېدل نه افغان حکومت او نه هم د امریکا متحده ایالاتو څه ويل خو وروستيو غبرګونونو سره سم که څه هم اشرف غني په ښکاره د يادې مسلې په تړاو څه ونه ويل خو بهرنۍ کمپنۍ ته يې د افغان جګړې سپارلو سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل هيڅ بهرنۍ کمپنۍ ته به د افغانستان د امنیت ساتنې اجازه ورنه کړل شي.

د شنونکو په باور د ولسمشر دغه مخالفت يواځې د کمپاين بڼه لرله ځکه په وينا يې چې اوس مهال پنټاګان او د امریکا ولسمشر ټرمپ نه غواړي چې افغان جګړه دې بلک واټر يا بلې کومې پوځي کمپنۍ ته وسپاري.

د ويسا ورځپاڼې په خپلې پرونۍ سرمقاله کې ليکي و چې د غني په ياد مخالفت له افغانستان څخه د امنيتي قراردادي کمپنيو ماموريت په بشپړه توګه نفې شوی نه دی زياتوي: “کله چې د امريکا حکومت وغواړي افغان جګړه د خپل رسمي پوځ پر ځای قراردادي پوځيانو او امنيتي کمپنيو ته وسپاري، په حکومت کې ټول شامل چارواکي به يې په پټو ستاينې کوي او دا به يو لوی ګام بولي. کټ مټ لکه په غياب کې چې د مور بم کارول وستايل شول. لکه د افغانستان لپاره چې د ټرمپ خطرناکه جنګي ستراتېژي چې تائيد شوه لکه د بمباريو زياتول او د شپې چاپو ډېرېدل چې تائيد شول او لكه په تېرو څلورو كلونو كې چې د ولس پر قتل عام د چارواكيو له خولې سوڼ نه خېژي”.

د مقالې د ليکوال په وينا، پر يادې مسئلې د ولسمشر غني غبرګون د دې لپاره وي چې په دواړو جرګو کې پرې توند غبرګونونه وښودل شول او سربيره پر دې د سيمې هېوادونه هم اندېښمن دي نو ځکه په سمدستي ډول اجيرو پوځيانو ته د افغان جګړې ورسپارلو مسله شاته وغورځول شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close