افغان حکومت غواړي، د حکمتیار نوم له تور لست څخه وباسي

کابل ټکی کام ۲۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، چې افغان حکومت به له امنیت شورا څخه د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لېسته د ایستلو غوښتنه وکړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند مینه پال بېګا رسنیو ته وویل، چې افغان حکومت به له امریکا څخه غوښتنه وکړي، تر څو د حکمتیار نوم د نړیوالو ترهګرو له نوملړ څخه لرې کړي.

د حزب ګلبدین ډلې مؤسس حکمتیار هم په ۲۰۱۳میلادي کال کې د امریکا په تور لست کې شامل شو.

باید ووایو، چې د افغانستان د سولې عالي شورا دوه ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې له حزب ګلبدین سره د سولې په رابطه هوکړې ته نږدې شوي دي.

د یادولو ده، حکمتیار ته وړاندې د افغان حکومت له لورې د سولې وړاندیز شوی وو، او نوموړي یو لړ شرطونه کېښودل چې په هغه کې له افغانستان څخه د بهرنیانو وتل لازمي بلل شوي وو، خو دا مهال نوموړی له دغه شرط څخه تېر شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close