افغان حکومت د نشیي توکو له منځه وړلو ته ژمن دی، خو بهرنیان یې ملاتړي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۷)

د افغان حکومت یوه چارواکي تیره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، چې افغان حکومت نه غواړي کروندګر نشيي توکو ته مخه کړي، خو په وینا یې چې بهرنیان دلته د نشیي توکو د کښت ملاتړ کوي.

د عامې روغتیا وزارت لوړ پوړي غړي محمد منیر خلیق تیره ورځ یوه خبري کنفراس ته وویل؛ حکومت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته ژمن دی، خو د بهرنیانو ملاتړ ددغې پديدې کښت او کاروبار ډېر کړی دی.

نوموړي د نشیي توکو د ملاتړ کونکو هیوادونو نوم نه دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده چې یو شمیر استخباراتي کړۍ او ځینې هیوادونه لا هم د نشیي توکو قاچاق ته لارې هواروي.
هغه ویلي، که نړیوال ورسره همکاري ونه کړي، د دې پدیدې له منځه وړل ناشونی کار ده.
نوموړی د نشیي توکو د زیاتوالي لامل داسې مهال په ګوته کړي، چې افغانستان د نړۍ په کچه لومړنی هیواد بلل شوی چې د نشیي توکو کښت او قاچاق له کوم ممانعت پرته په کې جریان لري .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close