افغان حکومت شپږ تنه طالبان اعدام کړي

کابل ټکی کام ۱۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

رسنیو ارګ ته د نږدو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی، چې شپږ تنه طالبان اعدام شوي دي.
دغه شپږ طالبان وروسته له هغې اعدامیږي، چې ولسمشر غني ملي شورا ته د وینا پر مهال د دوی د اعدام پرېکړه کړې وه.
دا مهال د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته د شپږو طالبانو اعدام تأیید کړی دی.
نوموړي وویل، چې د دغې پېښې جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د ولسمشر غني دغو څرګندونو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو غبرګونونه را پارولي وو، همدا راز د بشرحقونو سازمان هم له ولسمشر غني څخه وغوښتل، تر څو د طالبانو له اعدام څخه تېر شي.
دغه شپږ تنه د طالبانو د کابل د هغه برید په غبرګون کې اعدامیږي، چې په سلګونه تنه امنیتي کارمندانان یې مړه او ژوبل کړل.
طالبانو ویلي وو، که افغان حکومت یې بندیان اعدام کړي، نو له دوی سره شته بندیان به هم ورته سزا وویني، قضایه او امنیتي ارګانونه به په نښه کړي.
تراوسه پورې طالبانو د دغو شپږو طالبانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، د دغو طالبانو اعدام به د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه نوره هم اوږده او تونده کړي.
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close