افغان حکومت هڅه کوي چې د ګلبدین نوم د امریکا د تور لست څخه وباسي

کابل ټکی کام سه شنبه هاشمي عبدالله
د سولې عالي شورا غړي وايي چې له حکمتیار سره ۹۰ سلنه موافقې ته رسیدلي دي او کیدای شي په لنډ وخت کې حکمتیار په کابل کې ولیدل شي.
د سولې شورا وايي چې کوښښ دا کیږي ترڅو د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا د تور لست څخه وباسي.
د سولې د عالي شورا یوه غړي رسنیو ته ویلي دي چې ددوی ټول هغه موارد چې تر دوی پورې یې اړه درلوده له حزب ګلبدین سره حل شوي دي یوازې هغه څه پاتې دي چې تر ولسمشر پورې ربط لري.
عطاء الرحمن سلیم وايي چې له ملګرو ملتونو سره یې اړیکې شوي دي ترڅو د ګلبدین نوم له تور لست څخه وباسي او ولسمشر هم ډاډ ورکړی ده چې ژر تر ژره به نهایي تسمیم له حکمتیار سره د سولې په اړه ورته واستوي.
د تېرو دولس کالو راپدېخوا حزب ګلبدین خپل هیاتونه وخت په وخت کابل ته لیږلي دي ترڅو په حکومت کې ځای ورکړل شي، خو داده اوس حزب پدې وتوانید چې حکومت یې خبره واوري .
د حزب تر ټولو مهم شرطونه د څو مهمو چوکیو ورکړه او په کابل کې د یوه ښارګوټي لپاره ځمکه ترلاسه کول دي، چې له دې وروسته به ګلبدین حکمتیار کابل ته ستنیږي او هلته به سیاسي فعالیت پيل کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close