افغان دولت ته د امان الله خان د جهاد بریا لمانځل د پوزې پریکیدل دي

لیکوال بدر ځلاند

نن په افغانستان کې د انګریزانو د شکست ۹۹ یمه کلیزه لمانځل کیږي

په افغانستان کې د انګریزانو د شکست ورځ یقینا غیرتي او با شهامته افغانانو ته د ویاړ او خوشحالي ورځ ده باید په لوړو مراسمو سره یې ولمانځي

ځکه چې افغانان تل د تاریخ په اوږدو کې د نړیوالو متکبرو امپراطوریو د نسکورولو ویاړ لري او دغه ویاړ یې په غلامي نه بلکه په میړانه شجاعت او د جهاد په مبارک عمل تر سره کولو سره ګټلی ده

لرې نه ده چې بیا هم افغان غیور او د جهاد د سنګر ګرم ساتونکی ولس یو ځل بیا د نړیوال دهشت ګر او یرغلګر امریکا د نسکورولو ویاړ تر لاسه کړي او ځانونه یو ځل بیا په تاریخ کې د یویشتم قرن اتلان ثابت کړي.

خو خبره دلته داده چې هغه کسان چې نن د امریکا سره اوګه پر اوګه ولاړ دي او د افغان غیرتي جهادي ولس خلاف یې ورسره ټوپک اخیستی ده او د خپلو افغانانو کلتور ناموس او دیني مقدسات ورسره تر پښو لاندې کوي،  دوی په کومو سترګو د امان الله خان د لښکر جهادي بریاوې لمانځي

 دوی ولې دافکر نه کوي چې ددې ورځې لمانځل د څه دپاره ،

ایا دوی د هغه جهاد د بري ورځې نه لمانځي کوم چې په هغه وخت کې ددوی او ددوی د بادارانو پشان خلکو خلاف شروع شوی وو ؟

ایا امان الله خان او ورسره لښکر د هغه وخت یرغلګرو انګریزانو او د هغوی د ملاتړو افغان لاسپوڅو په خلاف جګړه نه وه ګټلي؟

ایا نن دوی د هغه وخت د انګریزانو د لاسپوڅو افغانانو په شان نه دي؟

ایا دوی دا فکر نه کوي چې لکه څنګه چې نن دوی د هغه وخت د انګریز د شکست ورځې په اتڼونو لمانځي سبا به ددوی بچیان هم ددوی د بادارانو په شمول ددوی د شکست ورځې هم ولمانځي؟

ایا دا خبره دوی ته د پوزې پريکیدو په معنا نه ده چې د دوی بچیان به د دوی  د شکست ورځې سبا په اتڼونو لمانځي؟

ایا دوی ځانونه د انګریزانو د یرغل د وخت د افغان لاسپوڅو په شان نه بولي؟

که ځانونه د هغوی په شان غلامان او لاسپوڅي نه بولي نو بیا ددوی او هغو ترمنځ فرق څه شی بولي چې دوی له هغو بهتر او ښه ځانونه ګڼي؟

خبره اصل کې داده چې څوک یوځل د غلامي طوق غاړې ته واچوي هغه بیا د غیرت، ننګ او شرم په نوم څه شی نه پیژني د هغوی فکر تل د بل په خدمت کې د دونیایي متاع حاصلولو باندې مصروف وي، د هغوی بیا د ماضي او اینده شرم او پیغور ته فکر اوزګار نه وي هیڅ احساس نلري

که دوی د شرم او احساس په نوم څه شی پیژندلای نو ددې نن ورځې لمانځل به ورته د زهرو غوړپ  او د پوزې خریل ښکاریدل.

عجبه ده د پروني یرغلګر او لاسپوڅي خلاف مقابله ورته سپیڅلې ښکاري ، بریا یې په اتڼونو لمانځي، خو نن بیا په مړو سترګو او ویده احساس د یرغلګرو پرخلاف راپورته شوي افغانان د بل غلامان بولي او خپل غلام او سرټیټی ځان ورته اتل ښکاري.

افغان ولس دا ځل له دومره بې حیا او بې احساسه دښمن سره لاس او ګریوان ده چې د شرم او حیا په نوم شی لا نه پیژني په دروغ ویلو کې نړیوال مهارت لري.

خو لرې نه ده چې په لنډ وخت کې افغان غیرتي ولس ددې بې احساسه دښمن د شکست ورځې هم په جګو سترګو ولمانځي.

وما ذالک علی الله بعزیز

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close