افغان دولت د فوځي مرستې لپاره روسیې ته لاس اوږد کړ

کابل ټکی کام۱۶میزان/۱۳۹۴

فرید احمد

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نویو پیل شویو عملیاتو سره افغان حکومت او ټولې جنګي ډلې له سختې وارخطایۍ سره مخ کړي دي، چې له وجې یې پخوانی جنګسالار او د افغانستان د اوسني ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشیددوستم له روسیې څخه غوښتي چې له افغانستان سره دې پوځي مرستې وکړي.
خبر زیاتوي چې جنرال دوستم په داسې حال کې روسیې ته سفر کړی چې طالبانو ددغه هېواد په مختلفو سیمو خپل بریدونه سخت کړي دي، او یو لړ ښارونه یې په خپل کنټرول کې راوستي دي.

جنرال دوستم تمه لري چې د خپلو پخواني ملیشه اي ملګرو په وړاندې کولو سره روسیې ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې یې اهدافو ته وفادار دی، چې پدې سره به دی د روسیې فوجي مرستې جلب کړای شي.
دوستم روسیې او چچنیا ته د خپل سفر په بهیر کې ددغه هېوادونو له پوځي چارواکو سره هم کتلي دي.
فوځي کار پوهان وایې چې شاید د دوستم دا سفر خپل سری وي او غواړي چې روسي مرستې یواځې د خپلو ملیشو جوړولو لپاره جلب کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close