افغان دولت وايي په لغمان کې یې شپږ طالب جنګیالي وژلي دي

کابل ټکی کام (۰۳ کب ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د ختيځو لایتونو د ۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند محمد نعمان هاتفي ویلي دي چې د لغمان ولایت په مختلفو سیمو کې یې له مخالفه وسله والو طالبانو سره نښتې کړي دي چې دده له قوله شپږ تنه طالبان یې پکې وژلي دي.
نوموړی وايي چې یاد عملیات یې د فولاد ۲۴ تر نامه لاندې پیل کړي دي چې زیاتې سیمې یې هم له طالبانو څخه په خپل تصرف کې راوستې دي.
د طالبانو رسمي ویبپاڼې د یادې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close