افغان سوداګرو د ګمرکي محصول لوړېدو په اعتراض کې پنځه زره کانتينر درولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۱)

د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الوکزی وايي، حکومت د واردېدونکو توکو ګمرکي محصول لوړ کړی چې په اعتراض يې افغان سوداګرو په بيلابيلو بندرونو کې په توکو بار له پنځه زره زيات کانتينر درولي دي.

پخوا به په يوه کانتينر (يوسل پنځوس زره) افغانۍمحصول اخيستل کېده خو اوس دا شميره (څلورسوه پنځوس زرو) ته لوړه شوې ده.

د الکوزي په وينا، سوداګرو په تورخم، سپين بولدک، حیرتان، فراه او هرات بندرونو کې په اعتراضيه ډول په توکو بار زرګونه کانتينر دروليچې هره ورځ ورته دوه ميليونه ډالره زیان اوړي.

نوموړی وايي، حکومت بايد افغان سوداګرو ته له وړاندې د محصول د لوړېدو خبر ورکړی و چې هغوی خپلې ګټې او تاوانونه په نظر کې نيولي و زياتوي مونږ هيله لرو چې د سوداګرۍ او ماليې وزارت سره کيني او دغه ستونزه حل کړي.

سوداګر وايي، حکومت دې محصول کم کړي، کمېسيون دې ورته وټاکي، تر شپږو مياشتو پورې دې زوړ محصول واخلي که داسې ونه شي نو د اعتراض په ډول به ټول بازارونه وتړل شي.

له بله پلوه د حکومت د دغه پريکړې سره د کابل ښار په دوکانونو کې هم د توکو بيې لوړې شوي، مخکېبه د يوې بوجۍ اوړو بيه ديارلس سوه افغانۍ وه اوس څوارلس سوه ته ختلې، دغه راز د غوړيو هغه ټيم چې په څلور سوه افغانۍپلورل کېده اوس يې بيه څلور سوه اتيا افغانيو ته لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت ویاند شمع روز خان مسجدي وايي،‌ پر وادراتي توکو د محصول لوړېدل لنډمهالې دي په خبره يې د قانون په بدلېدو سره به پر وارداتي توکو مالیه د هغوی د ارزښت له مخې ټاکل کېږي.

که څه هم په صادراتو توکو ګمرکي محصول نه دی لګېدلی خو سوداګرو په همدغه اعتراض د صادراتي توکو مالونه هم درولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close