افغان سوله، که د مومن خان وژل شوی ښامار!؟/ هېواد ریان

د مومن خان او شیرینو کیسه به مو حتماً اورېدلي ـ لوستلي وي. ښامار مومن خان مړ کړی و، خو د وژلو دعوه یې ټول کلي کوله. اوس له افغان سولې هم همدغه کیسه جوړه ده. یو وخت امریکا طالبانو ته وخت نه ورکاوه، چې سوله ورسره وکړي. بیا کرزي د طالبانو پر ځای له پاکستان سره سوله کوله، اشرف غني هم په لومړیو کې سوله له پاکستان غوښته؛ خو د غني د ډېر انعطاف او تړونونو سربېره بیا هم سوله رانغله.

اوس چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي، نو هیلې هم ورته ډېرې شوي. خو د دغو هیلو ډېر مخالفت حکومت او د حکومت دننه لوړ پوړي کسان کوي. افغان حکومت خو وايي، چې د سولې مشري باید دوی وکړي، دوی باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د طالبانو ځینې غوښتنې ومني او خپلې ځینې پر طالبانو ومني. خو طالبان بیا وايي، د دوی ستونزه له امریکا او امریکايي یرغل سره ده او د یوه بهرني پوځي په موجودیت کې به هم جگړه روانه وساتي. افغان حکومت بیا د دې دریځ خلاف دی. وايي هم دې طالبان سوله وکړي، هم دې امریکایان پاتې شي او دوی باید په واک کې هم پاتې وي. یعنې په یوه وخت کې غواړي هم غازیان شي، هم شهیدان شي او هم ژوندي پاتې شي، چې په داسې درې حالاتو کې سوله هېڅ ممکنه نه ده.

سوله ډېره اړینه ده او د دې اړینوالي سره ـ سره د بهرني یرغل ټغر باید هم ټول شي. خلک د امریکایانو له تشو ژمنو، بمباریو، اداري فساد، بې‌کاري، په مهمو مسئلو د حکومت چوپتیا، سیمه‌ییز گواښونه او په ټوله کې له اوسني حالات نه ناراضه دي. خلک سوله غواړي، خپل حکومت غواړي، خپل چارواکي غواړي او داسې حکومت چې ملت ته حساب ورکړي او هره ورځ د وژنو، جگړو او ورانیو څخه یوارې امان غواړي.

د دې پر ځای چې حکومت د ملت غږ ته لبیک ووايي او په سوله راضي شي، بلکې له سولې د وسیلې په توگه کار اخلي. اشرف غني یو ځل بیا غواړي د سولې له مسئلې کمپایني مسئله جوړه کړي او بیا له خلکو رایې پرې واخلي. اشرف غني به د حزب اسلامي سره سوله ډېره لربره کړي، چې نه یې چا گټه ولیده او نه زیان. ځکه حزب اسلامي د جگړې برخه نه وه او نه یې حکومت او نه یې بهرنیانو ته سرخوږی جوړکړی و، بلکې حزب یوازې غوښتل چې خپل مشر یې کابل ته راشي او د کابل له نرمې هوا خوند واخلي او حزبیان په دغه برخه کې خپلې موخې ته ورسېدل.

افغان سوله د هر افغان په گټه ده. هېڅ لږه‌کي او ډېره‌کي باید په دې برخه کې اندېښنه ونه لري. طالبان افغانان دي او په هېڅ افغان به ظلم ونه کړي، خو ځینې به داسې خپلسریو ته هم پرېنږدي، لکه اوسني حکومت چې خوشې کړي دي.

پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، پشه‌يي، ایماق، عرب، گوجر او ټول قومونه سولې ته اړتیا لري؛ خو دا خبره باید هم ومنو، چې د اوسنۍ جگړې ډېر بار د پښتنو پر اوږه پروت دی. دواړو خواوو ته د نورو په پرتله پښتانه ډېر مري او د امریکايي یرغل سره سم دلته د پښتنو د بېخکنۍ عملیات پیل شوي دي. زندانونه په پښتنو ډک دي، بې‌ځایه شوي پښتانه دي، وږي پښتانه دي، بې‌تعلیمه پښتانه دي، بمبار په پښتون کېږي، بې‌گناه پښتون وژل کېږي؛ خو بیا هم نه په حکومت کې ځای لري او نه یې څوک غږ اوري.

افغانستان یوازې جاغوري، خاص روزگان او مالستان نه دی، بلکې افغانستان هلمند، فراه، کندوز، ننگرهار، کندهار، هرات او نورستان هم دی او باید د ټولو یو شان درناوی وشي، نه چې یو امر او بل غلام وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close