افغان سوله د امریکا د سولې ښکار ده

خاموش

د افغانستان په تاریخ کې، افغانانو که جګړې کړې دي، په سوله کې هم له چا پاتې نه دي. څومره چې په جګړه کې نوم لري، دومره یې د سولې ویاړ هم تر لاسه کړی دی او د سولې تاریخ یې هم د لویې او لرغونې لویې جرګې په دایرېدو سره ګټلی دی.

که افغانان په خپلو کې یوې بین الافغاني غونډې ته پرېښودل شول، په همغه ورځ به په افغانستان کې ټول افغان ولس ته د منلو وړ سوله رامنځته شي. خو امریکا ده چې په افغانستان کې یې د جګړې په دوام له هرې وسیلې په کار اخیستلو د سولې مخه نیولې ده.

له ۲۰۱‍۵ز راهیسې، په افغانستان کې د سولې په اړه په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې وشوې. خو امریکا، چې نه غواړي په افغانستان کې د بین الافغاني غونډې له لیارې سوله رامنځته شي، د تش په نامه سولې په تبلیغاتو د افغانانو تر منځ رښتینې سوله  ناشونې کړې ده.

هر وخت چې د افغان حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ په خپلو کې د سولې کوم څرک ولیدل شي، امریکا د جعلي او ډرامايي سولې تبلیغات پیل کړي؛ هغه څه تبلیغ کړي چې هغه یو افغان ته هم د منلو وړ نه وي.

تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې، نیکي هیلي، د تېر په څېر یو ځل بیا د افغانانو تر منځ د سولې په راتګ په تبلیغاتو پیل وکړ، هغه څه یې شرطي کړل چې طالب وسله یې په هیڅ صورت نه مني او نه د منلو وړ دي.

نیکي هیلي رسنیو ته ويلي چې له طالبانو سره تر بل هر وخت د سولې پروسې ته نږدې شوي یو. حال دا چې امریکا یواځې د جګړې لار نیولې ده، د سولې په اړه یې یو قدم هم نه پورته کړی او نه یې پورته کوي. او نه افغانان دا ډول سوله کوي چې په جګړه او سوله دواړو کې دې افغان ولس ته تاوان ورسېږي.

د امریکا جمهور رئیس، ټرمپ، چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره کومه نوې سټراټیژي جوړه کړې ده، په هغې کې د سولې لپاره هیڅ ځای نشته، ټوله پر جګړه څرخي. ځکه خو وايو چې د افغانانو تر منځ رښتینې سوله د امریکا ډرامايي سولې له منځه وړې او د یوې رښتینې سولې د رامنځته کېدا مخه یې نیولې ده.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو یو پلاوی افغانستان ته تش لاس راغلی او بېرته تش لاس ولاړ. څو ورځې به، د تېر په څېر، په غربي رسنیو کې په افغانستان کې د امریکایۍ تش په نامه سولې موضوع وشاربل شي او پایله به یې د افغانانو تر منځ د رښتینې سولې په له منځه وړلو تمامه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close