افغان سپيشل فورس په لوګر ولایت کې عملیات ترسره کړي دي

کابل ټکی کام فرید احمد
تېره شپه د لوګر ولایت بره کي برک سیمه کې افغان کمانډويي عسکرو  خاص عملیات ترسره کړل.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي دي چې دغه عملیات  د یادې ولسوالۍ د شاه مزار په سیمه کې ترسره شوي دي، او ادعا کوي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې پنځه وسله وال وژلي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.
صالح همداشان زیاته کړې ده چې پدې عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو سپکه او درنه اسلحه هم نیولې ده.
تراوسه طالبانو د دولت ددې ادعا تردید او یا تصدیق ندی کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close