افغان ـ امریکايي پوهنتون څه غواړي؟/ خالد روان

څو کاله مخکې مې د عبدالهادي مجاهد په کتاب«فکري پوهنه» کې د افغان ـ امریکايي پوهنتون په اړه لوستي وو، چې امریکا دغه پوهنتونونه په اسلامي هېوادونو کې جوړوي او دلته د محصلانو په ذهنونو کې غربي افکار پیچکاري کوي او وروسته یې واک ته هم رسوي.

د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني هم د بیروت په امریکايي پوهنتون کې روزل شوی او اوسني کارونه یې موږ ټول گورو، چې څومره د امریکا گټو ته ژمن او څومره د اسلام او هېواد دُښمنۍ کارونه کوي. روانې بمبارۍ، امریکا سره ستراتېژیک تړون، د جان‌کېري په لاس واک ته رسېدل او د امریکا هرې پېښې پر وړاندې مرگونې چوپتیا.

د اوسنۍ اسلامي نړۍ زیاتره واکمنان په امریکايي پوهنتونو کې روزل شوي دي او کلونه ـ کلونه وروسته واک ته رسېدلي دي، چې اوس یې په خپلو خلکو د ژوندۍ کړۍ تنگه کړې او د مرگ کومي ته یې رسولي.

په کابل کې افغان ـ امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ز کال کې په فعالیت پیل وکړ، چې اوس‌مهال په هېواد کې لومړی درجه خصوصي پوهنتون دی. په دغه پوهنتون د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هېڅ کار نه لري او یا ورته د لارښوونې واک  نه لري. په دغه پوهنتون کې ډېری تدرسېدونکي چيپټرونه د امریکا په خوښه تدریس کېږي.

په تېرو ۱۲ کلونو کې دغه پوهنتون داسې څېړنه او کار نه دی کړی، چې موږ یې د بېلگې په ډول یاد کړو؛ بلکې د پیسو په راټولولو بوخت دی.

د افغان ـ امریکايي پوهنتون کې درس ویل د هر چا له وسې کار نه دی؛ ځکه زما د معلوماتو له مخې په یو سېمستر تر ۶ زره امریکايي ډالر اخیستل کېږي، چې د ډېری افغانانو کلنی عاید هم نه دی. نو په دومره لوړ فیس ورته زده کړې هم ناشوني دي.

تېره ورځ له کابله خپرېدونکي ورځپاڼې«مسیر» د افغان ـ امریکايي پوهنتون د هغو چيپټرونو یادونه کړې وه، چې له تعصب ډک مضامین پکې وو او په دغه پوهنتون کې اوس ‌مهال د ماسټرۍ له‌پاره تدریس کېږي.

په دغه چیپټر کې پښتانه د افغانستان ۳۰ سلنه یاد شوي او افغان کلمه یوازې تر پښتنو محدوده شوې، چې په افغانستان کې په نورو قومونو افغان کلمه تپل شوې او دلته نور قومونه افغانان، نه بلکې خراسانیان دي.

په افغانستان کې د امریکا د شومو اهدافو څخه ورو ـ ورو پرده پورته کېږي. امریکا غواړي چې دلته قومونه په سمتونو، ژبو، مذهبونو او نورو نومونو سره ووېشي او ترمنځ یې د بې اتفاقۍ اور بل کړي. دلته یې د عراق لوبه روانه کړې او د داعش له لوري یوازې شیعه ګان په نښه کول د دې خبرې ښه ثبوت دی. داعش په تېرو درېیو کلونو کې یوازې افغان شیعه‌گان په نښه کړي؛ خو امریکايي عسکرو ته یې غږ هم نه دی کړی.

له امریکايي پوهنتون نه موږ د دې هیله نه لرو، چې دلته به داسې کسان وروزي، چې د افغانستان راتلونکي کې به ترې ښه گټه واخیستل شي، بلکې له دې بوین پوهنتونه یوازې د افغانانو د وېشلو او مذهب ته د سپکاوي هیله کولی شو.

په دغه پوهنتون کې انجینري، طب، کمپیوټر ساینس، کرنې، وترنري، برقي انجینري، ساختماني انجینري، ساینس، کیمیا، بیولوژي، فزیک، ریاضي او نور سیاینسي مضامینو پوهنځي نه لري، بلکې ارواپوهنه، اقتصاد، حقوق او نور ټولنیز علوم پکې تدریس کېږي. که امریکا غواړي چې په افغانستان کې کدرونه وروزي؛ نو ولې موږ ته ولې ډاکټر، انجینر او ساینس پوه نه روزي؟

په افغانستان کې مېشت قومونه سره وروڼه دي. دلته ټولو قومونو د تاریخ په اوږدو کې په سوله‌ییز ډول ژوند کړی. د هېواد په گوټ ـ گوټ کې ټول قومونه سره خواره ـ واره پراته دي او د ورورلۍ ژوند کوي، چې د دغه نوک  او ورۍ جلا کول ستونزمن دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close