افغان لوبډله د ویسټنډیز لوبډلې د ماتولو توان لري

لیکوال ب- بارانی

افغان لوبډله نن غواړي چې اوسنۍ اتله او دنړۍ غوره لوبډله ویسټنډیز ته ماته ورکړي، که څه هم غیر ممکنه نده، خو د افغانانو هره لوبه له بل سره په خورا ښه توپیر لوبه وي، کله کله داسې ښه لوبه د یوي قوي لوبډلې خلاف نندارې ته وړاندي کړي چې ناشنا او نه هیریدوني وي، افغان لوبډلې په نړیوال جام کې تر اوسه دري لوبې کړي چې اوله یې له سرلینکا، دوهمه یې له سوت افریقا، اودریمه یې له انګلینډ سره ننداري ته وړاندي کړي،چې یوه یې هم لاتر اوسه نده ګټلې، نړیوال مشهور مبصرین وایې  که څه هم لوبې يې ټولې بایللې خو د نړیوالو زړونو یې ګټلې، ددوي په باور افغان لوبډله دهري لوبډلې خلاف یوه ویښــه او زړه راښکونې لوبه کوي، چې شهزاد یې یو ښه مثال دی، هغه په دې  نړیوال جام کې ښې لوبې ننداري ته وړاندې کړي، افغان لوبډل مشر اضغر ستانکزی وایې چې لوبډله یې د ویسټنډیز خلاف لوبې ته پروه چمتو، او په یو نوی پلان او د ګټې په موخه میدان ته ښکته کیږې، که څه هم ویسټنډیز هغه لوبډله ده چې نړیوال شهرت یافته کریس ګیل پکې شتون لري چې تیره لوبه کې د انګلیډ په خلاف یې ۱۱شپږیزې وهلې وي، خو افغان لوبډله هم شـــــهزاد محمدي له ځان سره لري،چې د سوت افریقا خلاف یې ښه لوبه ننداري ته وړاندي کړي وه، پاتې دي نه چې افغان لوبډله تر شهزاد وروسته په پټینګ لاین کې نوري مشهوري څهرې لکه محمد نبي،نجیب زدران،شفق الله شفق، ګلبدین نائب، چې په شپږیزو کې قهرمانان بلل کیږې له ځان سره هم لري، چې یوښه ټیم یې تشکیل کړی، نن که  افغان  لوبډله د همزه هوتک پرځای حمید حسن ته چانس او د نورعلې زدران په ځای عثمان غني ته چانس ورکړي، نو د بریا چانس به یې لا زیات شي، لوبه نن ۲:۳۰بجي په ناګپور لوبغاړۍ کې شروع شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close