افغان لوبډلې له ایرلنډ څخه د یو ورځنیو لوبو سیریز هم وګاټه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)

افغان لوبډلې نن له ایرلنډ څخه د یړ ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله او دیاد هیواد لوبډلې ته یې په خپل هیواد کې د دوهم ځل لپاره هم قوي ماتې ورکړه.

نن افغان لوبډلې په خپل قوي بالینګ سره ایرلنډي لوبغاړي زیاتو منډو جوړولو ته پرې نه ښودل او یو په بل پسې یې ژر ژر ویکټې واخیستې، ایرلنډ لوبډله د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې د ۱۲۴ منډو په جوړولو بریالۍ شوه او افغان لوبغاړو ته یې د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.

دبالینګ برخه:

په ننۍ لوبه کې راشدخان د ۱۸ منډو په ورکولو ۳ لوبغاړي وسوځول، محمد نبي، افتاب عالم او ګلبدین نایب دوه، دوه او صغر افغان ( ستانکزي) بیا یو اور تر سره کړ، چې د یوې منډې په ورکولو سره یې یو لوبغاړی هم له مخې پورته کړ.
دغه راز مجیب ۷ اورونه وکړل ،۱۷ منډې یې ورکړې خو کومه ویکټه یې ترلاسه نه کړه.

د بیټینګ برخه: 

په ځواب کې یې ایرلنډیانو افغان لوبډله په لومړي سره کې را ګیر کړه او محمد شهزاد یې په یوه منډه وسوځاوو.
ورپسې رحمت شاه ۳۳، احسان جنت ۵۷ او حشمت الله شاهدي ۳۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۲۶ اورونو او د ۸ اورونو په شتون کې وګټله.
په ننۍ لوبه کې راشد خان بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ او د ۲۰۱۸ کال د تر ټولو ډیرو ویکټو اخیستونکي لوبغاړي امتیاز یې خپل کړ.

تر لوبې وروسته افغان لوبډلمشر اصغر افغان وویل؛ په آیرلنډ کې دا لوبې زیات اهمیت ځکه لري چې د ده په وینا راتلونکی نړیوال جام په برتانیا کې دی او د دواړو هیوادونو میدانونه تقریباً یو شان دي.
راشدخان چې په دریو واړو یو ورځنیو لوبو کې یې ۸ لوبغاړي سوځولي و، وویل، که څه هم د ایرلنډ میدانونه د ورو توپ اچوونکو لپاره ستونزمن دي، خو بیا هم له خپلې لوبې خوښ دی.
د یادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې افغانستان له یاد هیواد څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close