افغان لوبډلې له ایرلینډ څخه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۹)

نن د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوه چې په کې یوځل بیا افغان لوبغاړو دغه لوبه د ځان په نوم کړه.
ایرلینډ نن لومړی توپوهنه وکړه او د ټولولوبغاړو په زيان يې افغانستان ته د ۱۶۱منډو هدف وټاکه؛ چې په لوبغاړو کې یې یواځې پول سټرلينګ غوره توپوهنه وکړه او ۸۹ منډی يې جوړې کړې.
د توپ اچونې په برخه کې مجيب ځدران درۍ میډین اورونه وکړل او په پوره لسو اورونو کی يې يوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يی وسوځول
دغه راز دولت ځدران ۳ ، ګلبدين نائب ۲ خو راشد خان او محمد نبي يو-يو لوبغاړی وسوځولو.

د بیټینګ په برخه کې ګلبدین نایب ۴۶ منډې وکړې او دلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په نورو لوبغاړو کې محمد شهزاد ۴۳، حضرت ځاځي ۲۵، رحمت شاه ۲۲، حشمت شهيدي ۹، اصغر افغان ۷ او نجيب ځدران ۱۲ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې دغه لوبه په ۴۲ اور کې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې له یاد هیواد نه د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close