افغان ملي لوبډله هندوستان ته روانه شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه ۱۲ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د افغانستاند کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې د ګډون او چمتوالي په موخه هندوستان ته روانه شوه.
ټاکل شوې ده چې ددې شل اورېزه سیالیو لپاره به ۱۵ کسان بنګله دېش ته ځي او بیا به هلته د اسیا جام په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.
کرکټ بورډ وايي، دا ۱۸ کسیزه لوبډله به په هندوستان کې خپل تمرینات کوي او له دوی څخه به ۱۵ غوره لسټ جوړیږي چې د بنګله دیش ډهکې ته به په سیالیو کې د ګډون په موخه روانیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close