افغان نولس کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې تر دې مخکې دوه ځلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۳) د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ نړیوال پنځوس اووریز جام په لړ کې خپله لومړۍ سیالي له پاکستان څخه وګټله.

دغه سيالي تېره شپه پيل شوې وه او نن سهار د پاکستان کرکټ لوبډلې په ماتې پای ته ورسېده.

د لوبې پچه پاکستان کرکټ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه، چې ۴۷،۴ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغان لوبډلې ته يې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۷،۳ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو سره پوره کړ او لوبه يې په خپل نوم کړه.

د شپاړلس هېوادونو د نولس کلنو لوبډلو د نړیوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شوي، چې د افغان نولس کلنو لوبډلې دوهمه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سريلانکا په وړاندې وي.

د شپاړلس هېوادونو دغه لوبډلې په څلورو ګروپونو ويشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې قرار لري، چې پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ پکې شامل دي.

بايد وويل شي، چې د افغانستان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې تر دې مخکې دوه ځلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

 

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close