افغان ولس ته له انګلیسه د ازادی د ۹۶ کلیزې په مناسبت پیغام

کابل ټکی کام ۲۸زمري ۱۳۹۴

د ښکېلاکګرو برتانوي پوځونو د ماتې او افغانستان د ازادۍ د ۹۶ کالو په پوره کېدو سره افغان ولس ته د مبارکۍ په پیغام کې دا یادونه کوو، چې زمونږ نیکونو پرنګي ته د لکونو لښکرو او جنګي مجهزو وسایلو باوجود ماتې ورکړېده.

د افغانستان د خپلو رېښتینو سرښېندونکو مجاهدو بچو په زور له انګليس څخه خپلواکي ترلاسه کړه،  همدارنګه څه دپاسه دېرش کاله وړاندې روسي وحشیانو هم خپل بخت وازمایه چې نابود شول.

چې دادی تقریباً یوه نیمه لسیزه وړاندې امریکایي او ناټويي ملګرو یې افغانستان ته د راتلو زړه ښه کړ،او اشغال یې کړ، چې دا مغروران هم له ورته برخلیک سره مخ شوي دي.

امریکایي پوځ د افغان مجاهد ولس په شهامت او مېړانه د تېښتې لار نیولې ده.

لکه څرنګه چې افغانستان له انګلیس او روسیې څخه د ازادۍ په ترلاسه کولو سره، نورو محکومو هېوادونو ته د ازادۍ حس ورکړ، ان شاءالله هغه ورځ لرې نه ده چې د امریکا تر اثر او لاس لاندې هېوادونه به د افغان مجاهد ولس د مقدس جهاد په برکت خپله ازادي تر لاسه کړي.

افغان ولس ته زیرۍ ورکوو چې امریکایي وحشي لښکرې له افغانستان نه به تېښتې روانې دي، او ډېر ژر به په افغانستان کې ازاد خپلواک او د اسلامي شریعت مطابق نظام جوړ شي.

کابل ټکی کام

افغانستان

۲۸زمري ۱۳۹۴

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close