افغان ولس سوله غواړي، خو د وينو او تابوتونو سوله نه

 سرليکنه 

امريکا او افغان حکومت ډنډوره غږوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا په خاطر له طالبانو سره سوله کوي. هر کال د اخترونو په لمونځونو او درې مياشتې دمخه په کابل کنفرانس کې یې له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي. بيا یې په اندونيزيا او سعودي عربستان کې د سولې په نامه د علماوو غونډې جوړې کړې.

 خو په عمل کې یې پر افغان ولس په يوه او بل نوم عمليات او بمبارۍ شروع کړې دى. هره ورځ په عملياتو او بمبار کې د طالبانو د مرکزنو او غونډو په نامه د بې ګناه ولسي وګړو وينې تويوي، هديرو ته يې له کورونو تابوتونه لېږي.

 له کومې ورځې چې امريکا پر افغانستان يرغل کړى، له هغې ورځې یې د افغان بې ګناه او بې دفاع ولس په وژنه پیل کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرې هم سترګې پټې کړې دي.. د سوریې او ميانمار په څېر يواځې راپورونه وړاندې کړي، نور که هره ورځ په افغانستان کې ولسي وګړي د امريکا او ناټو په بمبار کې سوځي، خوله یې د موچي په رينه ګنډلې ده.

له ٢٠١٥ز کال راهيسې، چې د کندز ښار پر روغتون بهرنيو هوايي پوځونو بمبار وکړ، تر نن ورځې پورې، پر ولسي وګړو وحشي  بمباري کوي. وړمه ورځ ماښام یې په پکتيا او پرون سهار یې په کندز کې پر ولسي وګړو بيا بمبار وکړ، په خپلو وينو کې یې ولمبول او له کورونو یې تابوتونه د هديرو پر لور واستول شول.

طالبانو (افغان ولس) تل سوله غوښتې او د سولې راتلو په موخه له بهرنيو پوځونو سره مقابله کوي. چې بهرني پوځونه له افغانستانه ووځي، هره خوا سوله سوله ده. همدا بهرني پوځونه دي چې پر افغانستان یې په قدم ايښودو د جګړې اور پکې بل کړی دى. خو که په  پکتيا او ننګرهار کې د طالبانو په نامه په هوايي بمباريو او وينو تويولو سره امريکا او افغان حکومت سوله راولي، دا ډول سوله افغانان نه غواړي.

امريکا او افغان حکومت چې د افغانانو وينې تویوي او شهيدان یې کړي، بيا سوله د چا لپاره راولي؟ سوله د څه لپاره کوي؟ سوله په سوله ييزه لهجه، سوله ييزه غونډه، سوله ييزه کړنلاره، سوله ييزه پرېکړه، او په سوله ييزه اعلاميه، چې بهرنيانو ته پکې له افغانستانه د ایستلو مهالوېش وټاکل شي، راتلاى شي؛ نه په عملياتو، بمباريو او د بې ګناه ولسي وګړو په وينو تويولو او له کورونو په جنازو ایستلو.

امريکا او افغان حکومت په پکتيا کې د ۷۴ (د دفاع وزارت شمېره) کسانو، چې تورسرې او ماشومان هم پکې دي، په وژلو سوله راولي، د هېواد د نورو ولاياتو په څېر د ننګرهار خوږياڼو او نورو سيمو کې په مرګونو عملياتو سوله راولي، د کورونو په ويجاړولو او د ولسي وګړو په شهيدانولو سوله راولي – افغان ولس هيڅ وخت د عملياتو او بمباريو سوله نه غواړي.

امريکا او افغان حکومت، چې تل یې افغان ولسي وګړي په خپلو وينو لمبولي او په هوايي بمبار یې د هغوی تنې له خاورو سره په وينو سرې کړې، د افغانستان لپاره په  وينو لړلې سوله په نظر کې نيولې، نه د امن او سوکالۍ سوله.

افغان ولس سوله پېژني، د سولې لار پېژني، د سولې په خبره پوهېږي، د سولې مذاکرات او شرايط پيژني.. او د سولې په راتلو سره یې په خپل تاريخ کې ميدان ګټلى دى – خو هغه سوله چې افغان ولس پرې له جګړو خلاص او په خپل هېواد کې د هوسا ژوند خاوند شي، په خپل هېواد کې د خپل کور او کلي خاوند شي، په خپل هېواد کې د غم او ساندو پرځاى یې پرمخ د خوښۍ موسکا خوره شي… افغان ولس سوله کوي او سوله غواړي خو د وينو او تابوتونو سوله نه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close