افغان وژنې او عامه بمباریو پر ضد افغان ولس باید څه وکړی !؟

حاجی نعمان اسلام پال

د هر قوم د کامیابۍ راز په اتحاد او یو والي کې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرامايي: د الله جل جلاله نصرت او مرسته د مسلمانانو له ټولي سره وي، څوک چې د مسلمانانو له ټولي جدا کیږي شیطان یې ماتوي.

فَإِنَّ يَدَ اللَّهِ عَلَى الْجَمَاعَةِ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ يَرْكُضُ ” الحدیث: سنن النسائي (12/ 374)کتاب: تحریم الدم، باب: قتل من فارق الجماعة و ذکر اختلاف علی زیاد بن علاقة .
له «ید» نه مراد قوت دی، تر څو چې مسلمانان په اتفاق او اتحاد وي؛ نو د الله جل جلاله مرسته او کومک به یې مل وي.
اتفاق باید په شریعت کې، د اسلامي نظام تر سیوري او سپڅلي امیر تر اطاعت لاندې وي، داسې نه چې د کفارو په غلامۍ کې او په جمهوري نظام سره راغونډ شي .
ځکه په جمهوري نظام کې ټول هغه بې رحمه غلامان ونډه لري، چې تل بې ګناه، مسلمان او مظلوم ولس وینې په یو او بل نوم تویه وي، په شپنیو عملیاتو، ړندو بمباریو کې سپین ږیري، ماشومان او تورسری په ډیره بې دردۍ سره شهیدانوي، زخمیانوي او د تورو تنبو شاته یې په کلونو کلونو بندیانوي،
بله دا چې د ملي وحدت حکومت اصلي واکداران کفري اشغالګر دي، غنی، عبدالله او داسې نورې څېرې یې تش په نامه کېنولي دي.
کفري اشغالګرو ته طالبان او عام مسلمانان ټول یو شی دي هر یو ته د دښمن په نظر ګوري له ټولو سره عقیدوي او دیني تعصب لري، د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې لکه: قندهار، هلمند، ننګرهار، غزني، خوست، قندوز، بغلان، بدخشان، تخار، بلخ او جوزجان کې مدرسې، جوماتونه، شفاخانې، ودونه، جنازې او عامه ځایونه له ړندو بمباریو لاندې نيسي، دا ټول هغه ناوړه اعمال دي چې د بشریت په هېڅ قانون کې نشته .

نو افغان مسلمان ولس باید ویښ اوسي، چې په راتلونکي انتخاباتو کې له سره برخه وانخلي او په بې بنسټه شعارونو او بې ځایه خبرو ونه غولیږي، داسې نه چې پخپلو رایو دغه خائینین منصب او چوکۍ ته ورسوي، چې بیا مو له رایو ناوړه ګټه پورته کړي خدای مه کړه بیا به د الله جل جلاله په مخ کې شرمېنده یی .

نو افغان ولسه ته ښه موقعه ده، چې له دوه سري حکومت سره پریکنده مخالفت وکړي بلکې په ضد يې له طالبانو سره چې د ملت اصلي بچیان دي او تل یې په خپل ولس زړونه دردېدلي، له هغو سره یو ځای شي.

ځکه چې اوولس کاله کیږي، کفري اشغالګر زموږ هېواد ته راغلي، افغانانو ته یې له بدبختۍ پرته نور څه ندي راوړي، نه یې تر اوسه کومې کارخانې جوړې کړې، چې افغانانو پکې د کار څښتن شي، نه یې کومې شفا خانې جوړې کړې، چې مریضان پرې د پاکستانه او هندوستانه را وګرځي، نه یې د زراعت لپاره کومې هلې ځلې کړي، چې ولس پرې ښاد شي او ستونزې یې حل شي.

ټول مسلمانان باید د اسلامي نظام د نفاذ لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سره راټول شي، یواځېنی د اسلام دین دی چې ټول انسانان پکې یو برابر دي، که عرب دی که عجم دی، که سپین دی که تور دی، که غریب دی او که مالداره، په اسلامي نظام کې ټول سره یو برابر دي، په اسلام کې غوره والی د تقوا په بنسټ وي، په اسلامي نظام کې به ټول خلک تر یوې چترۍ لاندې دریږي.
د اسلامی نظام د وحدت یو بیلګه دا ده چی تاسو خو روزانه ګوری امیر غریب مالدار قومندان عسکر هر یو په یو صف کی سره راټول وی او د خپل رب عبادت کوی نو همدارنګه په اسلامی نظام کی په هر بخش کي میانه روی عدل او انصاف دی …
نو د ښه ژوند او د ګران افغانستان د جوړیدلو او د کفارو له زورواکیو او بمباریو مو د خلاصون همدا ښه موقع ده …
افغان اولس نور راویښ شئ او د یرغلګرو او د دهغوی د غلامانو خلاف یو موټی او یو قوت شئ او ورسره پریکنده مخالفت وکړی ..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close