افغان پاسپورت د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورت بلل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۳)

تیره ورځ د پاسپورتونو نړیوال انډیکس اعلان شو، چې په کې افغانستان تر ټولو وروستی او متحده عرب امارات په کې په لومړۍ درجه کې راغلل .

د پاسپورت د نړیوالو اعلان شویو درجو له مخې، هر هیواد چې لوړې نمرې خپلې کړي، کولی شي ډیری هیوادونو ته بې ویزې سفر وکړي او ډیرو نورو ته له دخول سره ویزه ورکړل شي.
د دغې کټګورۍ د محاسبې له مخې د نړۍ جنګ ځپلي هیوادونه یمن،سومالیا، سوریه، پاکستان، عراق او افغانستان په ترتیب سره په وروستۍ درجه کې راغلي دي.
دغه راز متحده عربي امارات لومړی ، سنګاپور او جرمني دوهم او د امریکا په ګډون ځینې اروپایي هیوادونو دریم مقام خپل کړی.
دیادې کټګورۍ له مخې، د افغان پاسپورت درلودونکي کسان کولی شي د نړۍ ۵ هیوادونو ته بې ویزې سفر وکړي او د ۲۴ نورو هېوادونو پولو ته له رسېدو سره سم ویزه ورکول کېږي چې ټول ۲۹ هیوادونه کیږي.

په همدې ترتیب سره د عراق وګړي ۳۲، د پاکستان ۳۵، د سوریې ۳۶، د سومالیا ۳۸ او د یمن وګړي ۳۹ هېوادونو ته بې ویزې تللی او یا هم له رسېدو سره سم ویزې ترلاسه کوي.

د جدول په سر کې دا ځل د سنګاپور ځای متحده عرب اماراتو نیولی چې کولی شي د نړۍ ۱۱۳ هیوادونو ته بې ویزې سفر وکړي او د ۵۴ نورو هیوادونو هوایي ډګرونو ته له رسیدو سره سم ویزه ترلاسه کړي چې ټولټال ۱۶۷ هیوادونه کیږي، خو بیا هم دغه هیواد اړ دی چې ۳۱ هیوادونو ته له سفر سره همهاله د ویزې غوښتنه وکړي.

په همدې ترتیب د سنګاپور او جرمني اتباع ۱۶۶ هیوادونو ته بې ویزې یا له رسیدو سره سم ویزه ترلاسه کولی شي.

په دریم مقام کې امریکا، فرانسه، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا، ناروی، جنوبي کوریا ډنمارک، سویډن، فنلنډ او لوکزامبورګ ۱۶۵ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي.

شنونکي د افغانستان د بپاسپورت د بې اعتباري لامل د دغه هیواد په ملکي او نظامي چارو د امریکا مالکیت په ګوته کوي چې په وینا یې امریکا او لویدیځ ملګري یې نه غواړي افغانستان د دوی په شتون کې مستقل و اوسیږي، دغه راز په دې کټګورۍ کې ټول هغه هیوادونه وروسته پاتې دي،  کوم چې په یو ډول نه،  په یو ډول د لویدیځو هیوادونو تر کنترول لاندې  او د جګړو ښکار شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close